ناټو وایي، په افغانستان کې روان وضعیت لهنږدې څاري او په خبره یې چې خپل ډیپلوماټیک حضور ته دوام ورکوي.
ناټو د افغانستان په اړه بېړنۍ ناسته رابللې وه، چې پهکې ټولو خواوو د افغان ځواکونو د ملاتړ پر دوام ټینګار کړی دی.
د ناټو عمومي سرمنشي ینسسټولټنبرګ تر ناستې وروسته خبریالانو ته ویلي، چې دوی په هېڅ صورت له افغانستان مخ نهګرځوي.
هغه ویلي، په دغه هېواد کې روان وضعیت ورته د منلو نهدی؛ نو دوی به حالاتو ته په کتو پرېکړه وکړي.
د نوموړي په خبره، چې دوی په افغانستان کې خپل ډيپلوماتیک حضور ته دوام ورکوي او تر څنګ یې د دوی د ماموریت د پرسونل پر امنیت هم بحث شوی دی.
سټولټنبرګ د خپلو خبرو پر دوام ټینګار کړی، چې نړیوال وال به په افغانستان کې د زور په واسطه رامنځته شوی حکومت په رسمیت ونهپېژني او نه به هم له دوی سره څوک مرسته وکړي.
دا څرګندونې داسې مهال دي، چې د افغانستان د ګڼو ولایتونو مرکزونه د افغان دولت او طالب جنګیالو لاس په لاس کېږي.
بللورته نړیوال په یوه خوله دي، چې په افغانستان کې به د زور حکومت په رسمیت ونهپېژني.