جرمني: د روان وضعیت کابو کېدو په موخه افغانستان‌ته یوه‌ ډله‌سرتېري استوو

جرمني: د روان وضعیت کابو کېدو په موخه افغانستان‌ته یوه‌ ډله‌سرتېري استوو


  • 3 کاله دمخه (14/08/2021)
  • سمسور نیوز
  • 1262

د جرمني بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس وايي، د روان ناورین کابو کېدو په هدف افغانستان‌ته یوه سمدستي ډله سرتېري لېږي. 

نوموړي ویلي، چې طالبانو په افغانستان کې خپل بریدونه اوج ته رسولي او یادې ډلې د دې ترڅنګ بشري حقونه هم نقض کړي دي. 

هایکو ماس دا څرګندونې پرون جمعه خبریالانو ته کړې او زیاته کړې یې ده، چې په نږدې څو ورځو کې به په کابل کې د جرمني د سفارت د کار کوونکو شمېر ټیټې کچې ته ورسوي.

هغه د خپلو خبرو پر دوام ټینګار کړی، چې په سمدستي توګه به کابل ته د بحران پر مهال د ملاتړ یو ډله واستوي، څو د هغو تدابیرو پر اساس چې موافقه پرې شوې، له دوی سره د امنیتي اقداماتو پر پراخولو او تطبیق کې مرسته وکړي. 

د مالوماتو له‌مخې، چې جرمني ځواکونه د ناټو په مشرۍ د غوڅ ملاتړ د ماموریت په چوکاټ کې تر ډېره په کندز کې مېشت وو او له افغانستانه د ټولو جرمني ځواکونو د وتلو بهیر په تېر جون میاشت کې پای ته ورسېد.