الجزیرې خبري شبکې په یوه راپور کې ویلي، چې د حکومت او طالب پلاوي تر منځ په دوحه د مذاکراتو پر چټکتیا ټینګار شوی دی.
الجزیرې د قطري چارواکو له قوله ویلي، چې مذاکراتي پلاوو په وروستۍ ناسته کې د مذاکراتو پر چټکتیا او د روان تاوتریخوالي په کمېدو ټینګار کړی دی.
ولسمشر غني هم په یو ویډیویي پیغام کې ویلي، چې د افغانستان له وروستیو حالاتو خبر دی او په دې اړه له بیلا بیلو کسانو سره مشورې شوي.
ولسمشر زیاته کړه، چې د روان وضعیت په اړه به ډېر ژر نتیجه له خلکو سره شریکه شي.