د برېتانیا پارلمان: د افغانستان پر وضعیت بېړنۍ ناسته کوو

د برېتانیا پارلمان: د افغانستان پر وضعیت بېړنۍ ناسته کوو


  • 3 کاله دمخه (15/08/2021)
  • سمسور نیوز
  • 1150

د برېتانیا حکومت کې سرچینو رسنیو ته ویلي، چې لومړي وزیر بورېس جانسن افغانستان کې د بدلېدونکي وضعیت په اړه د خبرو لپاره راتلونکې اوونۍ د پارلمان بېړنۍ غونډه رابللې ده.

راپورونو کې د سرچینو له قوله د دې ناستې د نېټې او وخت په اړه ویل شوي، چې د بریتانیا د پارلمان له مشر سره سلا مشوره کوي. 

دا غونډه داسې مهال رابلل کېږي، چې په افغانستان کې ګڼ شمېر ولایتونه د طالب وسله‌والو لاس ته لوېدلي دي. 

ویل کېږي، چې د افغان حکومت طالبانو ترمنځ د واک د سوله ییز لېږد په اړه مخامخ خبرې روانې دي.

برېتانیا دغه‌راز دوه ورځې وړاندې ویلي، چې روانه اوونۍ به افغانستان ته ۶۰۰ سرتېري واستوي، ترڅو د خپلو اتباعو، دیپلوماتیکې عملې او هغو افغانانو د را ایستلو په بهیر کې مرسته وکړي، چې له برېتانویانو سره یې کار کړی دی.