نیوزلینډ: طالبان دې د مېرمنو د کار او تعلیم مخنیوی نه‌کوي

نیوزلینډ: طالبان دې د مېرمنو د کار او تعلیم مخنیوی نه‌کوي


  • 3 کاله دمخه (16/08/2021)
  • سمسور نیوز
  • 1246

د نیوزلینډ حکومت وایي، چې طالبان دې په افغانستان کې د مېرمنو د کار او تعلیم کولو په برخه کې مخنیوی ځنډ نه رامنځته کوي. 

په‌داسې حال کې چې طالبانو په کابل کې ولسمشرۍ ماڼۍ نیولې او لا یې د حکومتدارۍ د بڼې په هکله څه نه‌دي ویلي، د نیوزلینډ لومړۍ وزیرې "جسیندا آردرین" له یادې ډلې غوښتي؛ څو د بشري حقونو درناوی وکړي. 

مېرمن آردین، چې نن یې په پلازمېنه ویلنګټن کې خبري کنفرانس ته وینا کوله ویلي، نړیواله ټولنه د بشري حقونو درناوی او د افغانانو خوندیتوب غواړي.

نوموړې زیاته کړې، چې دوی غواړي وویني، څو مېرمنې او نجونې تعلیم او کار کولو ته لاسرسی ولري. 

د آغلې آردین په خبره، افغانستان ته سرتېري او نظامي الوتکه لېږي؛ ترڅو د دې هېواد خپل اتباع او هغه افغان کارکوونکي، چې له دوی سره یې کار کړی، له افغانستان انتقال کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبان د افغانستان د نورو ولایتونو د ولکې سربېره پلازمېنې کابل ته ورسېدل او ولسمشرۍ ماڼۍ یې هم ونیوله؛ خو اوس په مرکز او ولایتونو کې یو شمېر خلک د خپل سر او مال خوندیتوب ته اندېښمن دي.

بل‌لورته بیا طالبان ډاډ ورکوي، چې د ټولو هېوادوالو سر او مال ته به ځانګړې پاملرنه وکړي او په وینا یې دوی کولای شي، چئ خپلې چارې په عادي ډول مخته یوسي.