امریکا: د طالبانو کړنې څارو؛ د حکومت په پېژندلو کې یې بېړه نه‌لرو

امریکا: د طالبانو کړنې څارو؛ د حکومت په پېژندلو کې یې بېړه نه‌لرو


  • 3 کاله دمخه (18/08/2021)
  • سمسور نیوز
  • 1532

امریکايي حکومت ویلي، چې تر اوسه یې د طالبانو د حکومت په رسمیت پېژندلو په اړه فکر نه دی کړی او نه هم په دې اړه بېړه لري. 

د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډ پرایس د یو خبري کنفرانس پر مهال ویلي، چې دوی د افغانستان وضعیت له نږدې څاري او په خبره یې، چې په دې اړه به د طالبانو کړنو ته په کتو پرېکړه کوي. 

نوموړي دغه‌راز ویلي، چې دوی له افغانستان د خپلو ډيپلوماتانو او سفارت د کارکوونکو د اېستلو پروسه بشپړه کړې؛ خو په وینا یې یوه ډله ديپلوماتان لا هم په دغه هېواد کې شتون‌لري.

د مالوماتو له‌مخې، چې دغه ديپلوماتان به د امریکايي اتباعو او پاتې وګړو په اېستلو کې همکاري کوي. 

دا څرګندونې داسې مهال دي، چې د امریکا په ګډون ترکیې، چین، روسیې او یو شمېر نورو هېوادونو هم ویلي، چې دوی په ډیپلوماټیکو اړیکو او نورو برخو کې د طالبانو کړنو ته په کتو پرېکړه کوي.