اروپایي ټولنه: افغانانو سره بشري مرستو ته دوام ورکوو

اروپایي ټولنه: افغانانو سره بشري مرستو ته دوام ورکوو


  • 3 کاله دمخه (18/08/2021)
  • سمسور نیوز
  • 1325

اروپایي ټولنه وایي، له افغانستان سره خپلې بشري مرستې نه بندوي او په وینا یې، چې دا مهال افغانان په سخت وضعیت کې قرار لري. 

دغه سازمان ویلي، چې د افغانستان له راتلونکي حکومت سره به هغه وخت خپلو مرستو ته لا پراختیا ورکړي، چې د بشر اساسي حقونو ته ځانګړې پاملرنه او درناوی وکړي. 

د دې ټولنې د بهرني سیاست مسؤول تر یوې ناستې وروسته ویلي، چې د افغانستان له راتلونکي حکومت سره به یې همکارۍ په مشروط ډول وي.

نوموړي دغه‌راز ټینګار کړی، چې که چېرته راتلونکی‌حکومت د بشر حقونو، بیان ازادي او ښځو حقونو ته درناوی وکړي؛ نو دوی به هم ورسره خپلو همکاریو ته دایمي غاړه کېږدي. 

تر دې وړاندې یو شمېر هېوادونو او نړۍوالو انساني بنسټونو له طالبانو غوښتي؛ څو د افغانانو بشري او نورو بنسټیزو حقونو ته باید ژمن و اوسي.

په عین حال کې د سیمې هېوادونه هم وایي، چې که چېرته طالبان بشري حقونو، په ځانګړې توګه د ښځو حقونو ته پاملرنه وکړي؛ نو دوی به هم ورسره په بېلابېلو برخو کې خپلې همکارۍ ونه سپموي.