د امریکا ولسمشر د افغانستان پر وضعیت د خپل ملي‌امنیت له ټیم سره خبرې‌کړې

د امریکا ولسمشر د افغانستان پر وضعیت د خپل ملي‌امنیت له ټیم سره خبرې‌کړې


  • 3 کاله دمخه (19/08/2021)
  • سمسور نیوز
  • 1377

سپينې ماڼۍ په یوه بیان کې ویلي، چې د امریکا ولسمشر جو بایډن له خپلو سلاکارانو او د ملي امنیت له ټیم سره کتلي او د افغانستان پر روان وضعیت یې خبرې کړې؛ خو په اړه یې ډېر جزیات نه‌دي ورکړل شوي. 

په همدې حال کې بیا د ولسمشر بایډن د ملي امنیت د سلاکار مطبوعاتي دفتر ویلي، چې په دې کتنه کې له افغانستان د امریکايي وګړو د اېستلو، د نظامي ماموریت د پای ته رسولو، افغان همکارانو ته د ژوند او هستوګنځي برابرولو او یو شمېر نورو اړوندو موضوعاتو خبرې شوې‌دي. 

باید یاده شي، چې د امریکا ولسمشر جو بایډن تر دې وړاندې ویلي‌و، چې ښایي امریکایي سرتېري تر ټاکلې نېټې وروسته هم په افغانستان کې پاتې شي.