جک‌سليوان: له افغانستانه د امریکایي ځواکونو وتل به دې هېواد کې ګواښونه‌وزېږوي

جک‌سليوان: له افغانستانه د امریکایي ځواکونو وتل به دې هېواد کې ګواښونه‌وزېږوي


  • 3 کاله دمخه (20/08/2021)
  • سمسور نیوز
  • 1251

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار جک‌سليوان وایي، له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د اېستلو پرېکړه یوه لوه ننګونه ده، ځکه دغه هېواد کې لا هم د ترهګریزو ډلو د برید احتمال شته. 

د نوموړي په خبره، چې دوی په افغانستان کې د هر ډول ګواښونو  احتمالي پېښېدو ته اندېښ‌من دي. 

هغه په دې باور دی، چې تر ټولو لوی او جدي ګواښ د داعش په څېر د یوې ډلې له خوا احتمالي ترهګریز برید دی؛ خو په وینا یې، چې هڅه کوي، تر څو دغه ډول خطرات کم‌کړي.

جک‌سیلوان د خپلو خبرو پر دوام ویلي، چې له طالبانو سره یې خبرې کړي؛ څو خلکو ته د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر ته په خوندي ډول د تګ اجازه ورکړي.

امریکا وروستیو کې هڅه کوي، چې له افغانستانه خپل اتباع، د سفارت کارکوونکي، د ځانګړې ویزې غوښتونکي، د هغوی کورنۍ او دغه‌زار هغه افغانان چې له ګواښ سره مخ دي، ممکن ژر وباسي.