کریس الکسندر: طالبان باید له افغانانو آزادي‌وانخلي

کریس الکسندر: طالبان باید له افغانانو آزادي‌وانخلي


  • 3 کاله دمخه (20/08/2021)
  • سمسور نیوز
  • 1388

په افغانستان کې د کانډا پخوانی سفیر کریس الکسندر وایي، طالبان باید له هېڅ افغان د آزدي حقوق وانخلي. 

هغه ویلي، چې هر افغان د آزادۍ حق لري او په خبره یې، چې طالبان باید ټولو افغانانو ته اجازه ورکړي چې له ګواښ پرته هوایي ډګرونو ته ولاړ شي او له هغه ځایه په آزاده توګه تګ راتګ وکړي.

نوموړي دا څرګندونې په یوه ټوېټ پیغام کړي او له طالبانو یې غوښتي، چې دوی باید د سیمې له هېوادونو سره ټولې پولې خلاصې وساتي؛ ترڅو افغانان په اسانۍ سره نورو هېوادونو ته تګ راتګ وکولای شي.

الکسندر دغه‌راز زیاته کړې، چې طالبان باید افغانانو ته لومړنۍ اړتیاوې هم برابرې کړي، ځکه دا مهال افغانان په یو سخت او خراب بشري اضطراري حالت کې دي. 

د الکسندر دا څرګندونې داسې مهال دي، چې په کابل د طالبانو د واکمنۍ شااوخوا یوه اوونۍ تېرېږي، چې په اوس کې ګن شمېر خلک بهرنیو هېوادونو ته د ورتګ هڅه کوي او غواړي له دې لارې خپل سرونه خوندي کړي.

خو طالبانو بیا ویلي، چې دوی به د ټولو افغانانو امنیت خوندي کړي او ډاډ یې څرګند کړی و، چې ډېر ژر به یو همه شموله حکومت هم رامنځته کړي، چې ټول به په‌کې خپل ځانونه وویني.