سلام ضعیف: پاشل شوې اردو بېرته راټولیږي

سلام ضعیف: پاشل شوې اردو بېرته راټولیږي


  • 2 کاله دمخه (21/08/2021)
  • خلیل الله
  • 1470

پخواني طالب چارواکي ملا عبدالسلام ضعیف ویلي، چې د یو هېواد امنیت له ملي پوځ پرته نه شي جوړېدی او ژر ده، چې طالبان به هم پاشل شوې افغان اردو بېرته منسجمه کړي.

نوموړي زیاته کړې، چې اوس وخت دی، چې افغانستان کې یو سراسري امن راشي او ټول افغانان د سولې په فضا کې ژوند وکړي.

ضعیف یادې څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې یو شمېر نړیوالو رسنیو راپور ورکړی، چې طالبان هغه کسان وژني، چې له افغان حکومت سره یې کار کړی وي.