د ننګرهار ولايتي اداره د حامد کرزي د ټاکنيز کمپاين په چوپړ کې!


  • 4 کاله دمخه (21/09/2020)
  • برسېرن
  • 1182

برسېرن ليکوال – نړۍ اونيزه

د هېواد د يو شمېر نورو سيمو په شان د ننګرهار ولايتي اداره هم د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو په ټاکنو کې دواکمن ولسمشر حامد کرزي او پلويانو لپاره يې له دولتي اسانتياوو ګټه اخلي.
ننګرهار ولايت چې ډېرى لوړ پوړي چارواکي يې د ملي محاذ ګوند پورې اړوند کسان دي له کرزي سره د خپل ګوند د کړي ايتلاف او يو شمېر نورو لاملونو پر بنسټ تر ډېره له قانونه په سرغړونې سره ښاغلي کرزي او همدا شان د ولايتي شوراګانو نوماندانو ته کمپاين وکړي.
د دې ادعا څرګنده بېلګه د چنګاښ پر ٢٠مه په جلالکوټ کې د کرزي په ملاتړ يوه غونډه کې د ننګرهار د والي د لوى سلاکار محمد هاشم غمشريک شتوالى او پکې وينا اورول وو چې غمشريک پکې ځان د يوه فرهنګي شخصيت په توګه د داسې غونډو د برخوال کېدو حقدار باله.
دې سره خوا کې ما د چنګاښ پر ١٩مه ماښام ناوخته د جلالکوټ ښاروال لعل آغا کاکړ د څو ورپسې ګاډو په بدرګه وليده چې د ولسمشر کرزي د کمپاين له دفتره ووت،د کرزي د کمپاين دفتر چې د جلالکوټ د انګوړرباغ سيمې پر سړک موقعيت لري،د چنګاښ پر ٢٠مه مې مخې ته يې د پوليسو او يو شمېر نورو چارواکو او همدا شان لسګونه نور ناپېژانده موټرونه هم وليدل چې دا خپله له قانونه د ننګرهاري چارواکو د څرګندو قانوني سرغړونو بېلګې ګڼل کېداى شي.
له دې پرته په ننګرهار کې سيمه ييزه دولتي رسنۍ)ننګرهارملي راډيو تلوېزون هم خپلو خبري سروېسونو کې د ولسمشر کرزي په ملاتړ د غونډو او ناستو پراخ انعکاس کوي.
د ننګرهار والي چې ولسمشر کرزي ته يو نېږدې او ورته ژمن سړى بلل کېږي،ننګرهار ته يې په ټاکل کېدو لا له وړاندې يو شمېر خلکو د دې ټاکنې لامل دا باله چې کرزى غواړي په ننګرهار کې د شېرزي له موجوديته شخصي سياسي ګټه واخلي،له همدې امله به وه چې شېرزي يو ځل يو شمېر خلک پر ځان راغونډ او ولسمشرۍ ته د خپلې کانديدۍ اوازې خپرې او ترې وروسته د کرزي په ګټه له دې چارې لاس په سرشو.
ننګرهار د هېواد يوازينۍ سيمه نه ده چې له دولتي اسانتياوو پکې د يوه ټاکلي نوماند په ګټه ناسمه ګټه اخېستنه کېږي،ځکه په يو شمېر هغو ولايتونو کې چې د عبدالله،عبدالله پلويان په واک کې دي،هغوى تر ننګرهاري چارواکو ډېر د خپل کانديد په ګټه کارکوي،زه د يوه اصول خوښي چا په توګه دا يادونه ځکه کوم چې ګوندې د ټاکنو کمېسون ياکوم بل لورى چې که کړاى شي د دې چارو مخه ونيسي په دې اړه ګام واخلي او کنه نو هېوادوالو ته خو به مې د يوې ناقوني چارې انځور وړاندې کړى وي.
د قانون درنښت او پلي کېدا په هيله