ژر ده، چې ګټلی حیثیت بېرته پیمال کړو

ژر ده، چې ګټلی حیثیت بېرته پیمال کړو


  • 3 کاله دمخه (21/08/2021)
  • مجید قرار
  • 1300

افغانۍ په ځوړ روانه ده. یو وخت چې د  طالبانو د تېر امارت دور و، کاروان صاحب یو بیت ویلي و چې:

 

باداره هغه وخت به کله بیا په وطن راشي

چې لوړه افغانۍ وي او کلداره ښویېدلې

 

بیا هغه وخت راغی، کلداره وښویېده او د پاکستان په غره هم ټغۍ ولګېده، شل کاله یې پرلپسې را وغپل، توپونه یې را و ویشتل، بندرونه یې بند کړل، انتحاري او انفجاري یې را واستاو. بالآخره ېې د سیمې حالات په ګټه را وڅرخېدل، له امریکا سره یې سودا وشوه، امریکا د افغان پوځ ورته بګېل او طالب غوندې اجیر ورته واکمن کړ. 

 

د پاکستان مشکل حل شول. له افغانه افغانان لاړل. ملایانو یې د ارګ مقدسه ځمکه ګنده کړه، او لوچکانو یې پر درې رنګه بیرغ حملې وکړې.

 

کلداره بیرته په لوړه او افغانۍ په ځوړ شوه. تر اوسه لا د غني برکات شته، پر وطن د لوستو انسانانو د واک اثرات شته، خو ژر ده چې افغانۍ بیرته پخواني نرخ ته شي. ژر ده چې معاشات سل چنده کم شي، سفارتونه وتړل شي، کدرونه لکه سارایي کفترې، والوځي. ژر ده چې پاخه سړکونه کندې کپر او ښارونه له سوالګرو ډک شي. ژر ده چې د اردو او پولیسو ځای مو خیرنه ملېشه ونیسي او د دې خاورې انسانان د غربت مجسمې شي. ژر ده ښارونه مو په تیارو کې ډوب او تلیفوني 1شبکې مو یو پر بل پسې وتړل شي. شکونه نه دي، دا حتمیات دي. ورځې شمارئ.