روسیه او ترکیه: طالبان دې یو ټول‌ګډونه حکومت جوړ کړي؛ مرستې ورسره کوو

روسیه او ترکیه: طالبان دې یو ټول‌ګډونه حکومت جوړ کړي؛ مرستې ورسره کوو


  • 3 کاله دمخه (22/08/2021)
  • سمسور نیوز
  • 1377

د روسیې او ترکیې حکومتونو ویلي، چې که طالبان په افغانستان کې د یوه همه شموله حکومت پر جوړېدو کار وکړي؛ نو دواړو هېوادونه به ورسره مرستې ترسره کړي. 

د ترکیې او روسیې ولسمشرانو په یوه ټیلفوني اړیکه کې پر افغانستان خبرې کړې دي.

په دې خبرو کې روسي لوري ویلي، چې په افغانستان کې وضعیت اوس‌مهال ښه دی او هیله یې څرګنده کړې، چې طالبان پر خپلو ژمنو عمل وکړي. 

دواړو لوریو همداراز‌‌ ویلي، چې دوی په افغانستان او سیمه کې د ترهګرۍ او نشه يي توکو د قاچاق پر وړاندې د ګډې مبارزې غوښتونکي دي. 

دوی همداشان د خپلو خبرو پر دوام ویلي، چې که چېرته طالبان پر خپلو ژمنو عمل وکړي، ترهګرو ډلو ته د فعالیت اجازه ور نه کړي او تېرې تېروتنې تکرار نه کړي؛ نو چمتو دي چې په افغانستان کې له راتلونکي دولت سره هر ډول همکاري وکړي. 

دا څرګندونې داسې وخت مطرح کېږي، چې طالبان د نړۍوالو سره د پراخو هر اړخیزو اړیکو په لټه کې دي او غواړي، چې د سیمې د هېوادونو په ګډون د اروپایې ټولنې ملګرتیا هم له ځانه سره ولري.