طالبان: ترکیه مو ورور هېواد دی؛ مرستو ته یې اړتیا لرو

طالبان: ترکیه مو ورور هېواد دی؛ مرستو ته یې اړتیا لرو


  • 3 کاله دمخه (22/08/2021)
  • سمسور نیوز
  • 1061

طالبان وایي، چې ترکیه یې ډېر نږدې ملګری هېواد دی او په خبره یې، چې دوی ورسره په راتلونکي کې د ښو او تلپاتې اړیکو هیله لري. 

د طالبانو یوه ویاند سهیل شاهین یوې ترکۍ رسنۍ سره په خپله تازه مرکه کې ویلي، چې دوی د دغه هېواد مرستو ته ډېره اړتیا لري.

هغه ویلي، ترکیه کولای شي، چې د افغانستان ټولو مهمو بنسټونو په بیا رغونه کې مثب رول ولوبوي او دوی په دې برخه کې د ترکیې مرستو ته د نړۍ د هر بل هېواد په نسبت ډېره اړتیا لري.  

باید وویل شي، چې تر دې وړاندې د ترکیې ولسمشر رجب‌طیب اردوغان هم ویلي، چې له طالب مشرانو سره په افغانستان کې د وروستیو حالاتو او تحولاتو پر سر لیدنې ته چمتو دی.