برېتانیا: سبا دې د افغانستان روان وضعیت په اړه د "جي۷" هېوادونو سرمشریزه جوړه‌شي

برېتانیا: سبا دې د افغانستان روان وضعیت په اړه د "جي۷" هېوادونو سرمشریزه جوړه‌شي


  • 3 کاله دمخه (23/08/2021)
  • سمسور نیوز
  • 1372

د برېتانیا لومړي وزیر بوریس جانسن ویلي، چې سبا سه‌شنبه دې د افغانستان روان وضعیت په اړه د بېړني بحث لپاره د نړۍ د اوو سترو صنعتي هېوادونو سرمشریزه راوبلل‌شي. 

بوریس جانسن دغه‌راز ویلي، نړیواله ټولنه دې ژر تر ژره د یوې انلاین غونډې له لارې په افغانستان کې د بشري بحران مخنیوی‌وکړي. 

هغه همداشان زیاته کړې، چې نړۍ دې د تېرو شلو کلونو د لاسته راوړنو په خوندي کولو کې د افغانانو ملاتړ وکړي او اجازه دې نه ورکوي، چې د دوی دا هر څه په اوبو لاهو شي. 

په عین‌حال کې سپینې ماڼۍ هم تائید کړې، چې ولسمشر جو بایډن به له افغان کډوالو سره د بشري مرستو په ګډون د افغانستان پر روان وضعیت د بحث لپاره د "جې۷"ډلې په غونډه کې برخه‌واخلي.

باید وویل شي، چې امریکا، برېتانیا، فرانسه، جرمني، ایټالیا، کاناډا او جاپان د "جي۷" غړي هېوادونه دي، چې سږ کال یې مشري برېتانیا کوي.