د سولي مشاعره ترسره شوه


  • 4 کاله دمخه (21/09/2020)
  • سید شاه سقیم
  • 1284

وړمه شپه د سويلي پښتونخوا په سیف الله کلا سيمه کې د سولې مجلې د چلوونکې ډلې په کوربتوب د سولې یوه ستره مشاعره ترسره شوه چې پکې د کويټې ، ژوب ، سینځاوۍ ، لورالايي ، پښین ، هندوباغ ، اسلام اباد ، پېښور او تر  پولې ها غاړه د یو شمېر ولایتونو شاعرانو ، لیکوالانو او د قلم مينه والو  برخه درلوده چې په ټولیزه توګه یې شمېره سلګونو کسانو رسېده .
مشاعره له ځايي وخت سره سم د ماسپښین په څلور بجې  د محمد علي عمري له خوا د سپېڅلي کلام په مبارکو ایتونو پیل شوه چې د شپې تر يوې نیمې بجې پورې وغزېده .
د مشاعرې لومړنۍ برخه چې یوازې یو نیم ساعت وخت يې به بر کې واخیست په ټول هېواد او ټولو پښتنو سيمو کې د سولې د تګ  ، بېرته راتګ ، او ټینګښت په اړه یو لړ څېړنیزو ویناوو ته ځانګړې شوې وه چې مشري یې د سولې مجلې مسول چلوونکي او افغان اخبریال محب الله ښېراز په غاړه درلوده .
له څېړنیزو ویناوو او یوې وړې وقفې وروسته مشاعره د الله دوست دوست له خوا د قراني ایتونو له تلاوت وروسته د پښتو ژبې د وتلي شاعر علي اکبرسیال په  په زړه پورې شعر (( زمونږ په کلي کې شر مه جوړوئ )) چې خوږ ژبي سندرغاړي عرفان خان ويلی دی پیل شوه .
د مشاعرې مشري له اسلام اباد څخه راغلي درانه شاعر ښاغلي افضل شوق ، ویاندويي امیر محمد ليکوال او سقيم په غاړه درلوده .
په ترسره شوې مشاعره کې د ګڼ شمېر شاعرانو له خوا برخه والو ته د شعرونو په اورولو سربېره له ناروې څخه د افغان غږ راډیو د چلوونکې ډلې ، له هلمند څخه د محمد الياس داعي او احمدشاه پاڅون ، له ډنمارک څخه د اغلې زرلښت حبيب او سمسور حبيبي ، له پېښور څخه د پشتو ژبې د جادوګرو غږنو د خاوندانو جوړه افغان خبریالانو ښاغلي نجیب عامر او اغلې وږمه سبا عامر  ، له کويټې څخه د ازادۍ راډيو د تکړه خبریال بارکوال میاخېل ، له لندن څخه د پښتو ژبې د وتلي خبريال ، شاعر او ليکوال میرویس افغان او له کابل څخه د تکړه لیکوالې اغلې مرسل احمدزۍ په غږیزو پیغامونو سربېره د يو شمېر پښتو وېب پاڼو د چلوونکيو ډلو د مباراکۍ او هم غږۍ پیغامونه واورل شول .
تر دې وړاندې د سويلي بښتونخوا په زړه کويټه کې هم د پښتو ادبي غورځنګ په کوربتوب د سولې یوه مشاعره ترسره شوې وه