فارن پالیسي: افغان‌حکومت به د دوولس کسیزې شورا له لوري رهبري کېږي

فارن پالیسي: افغان‌حکومت به د دوولس کسیزې شورا له لوري رهبري کېږي


  • 3 کاله دمخه (24/08/2021)
  • سمسور نیوز
  • 1277

فارن پالیسي نشریې په یوه مطلب کې ویلي، چې ښايي افغان‌حکومت له جمهوریت او امارت پرته د یوې دوولس کسیزې ډلې له لوري رهبري شي.  

د یادې نشریې په حواله، چې د دې شورا غړیتوب په موخه تر اوسه پورې ملا برادر، ملا یعقوب، خلیل الرحمن حقاني، پخوانی ولسمشر حامد کرزی، ډاکټر عبدالله عبدالله، حنیف اتمر او ګلبدین حکمتیار ټاکل شوي دي.

مطلب کې وړاندې راغلي، چې د نورو کسانو د ټاکلو لپاره خبرې اترې روانې دي او په وینا یې، چې ښایي په دې شورا کې عطا محمد نور او مارشال دوستم ته غړیتوب ورنه کړل شي.