بایډن: داعش به امریکایي ځواکونه وګواښي؛ له افغانستان ژر وځو

بایډن: داعش به امریکایي ځواکونه وګواښي؛ له افغانستان ژر وځو


  • 3 کاله دمخه (25/08/2021)
  • سمسور نیوز
  • 1018

د امریکا ولسمشر وایي، چې له افغانستانه ژر تر ژره وځي او په وینا یې، چې ښایي د کابل په هوايي ډګر کې امریکايي ځواکونو ته د داعش ډلې له لوري خطرونه متوجه‌شي. 

ښاغلي جو بایډن د یوه خبري کنفرانس پر مهال ویلي، چې د روانې میاشتې تر پایه به له افغانستانه د خپلو سرتېرو او اتباعو د اېستلو ماموریت پای ته ورسوي.   

د نوموړي په وینا، چې د دې ماموریت له پیله یې تر دې دمه ۷۰ زره او ۷۰۰ کسان له افغانستان نورو هېوادونو او امریکا ته اېستلي دي. 

د بایډن دا څرګندونې په داسې حال کې دي، چې غوښتل یې؛ څو په افغانستان کې د امریکايي اتباعو او سرتېرو د اېستلو ماموریت موده وغځوي؛ خو طالبانو د نوموړي له دې غوښتنې سره سخت مخالفت څرګند کړی او ویلي یې دي، چې که امریکایي ځواکونه تر ټاکلې نېټې ونه وځي؛ نو دوی به یې پر وړاندې لاس په‌کار شي. 

بل‌لورته امریکا داسې مهال د داعش ډلې یادونه کوي، چې طالبانو تر دې وړاندې ویلی وو، دغه ډله په افغانستان کې شتون نه لري او که وي هم ددوی له لوري به سر پورته نه کړي.