د ملګرو ملتونو عمومي سرمنشي انټونیو ګوتریش پرون په یوه بیان کې د کابل پر نړیوال هوایي ډګر برید غندلی او هغه یې یو ترهګریز برید بللی دی.
د ملګرو ملتونو ویاند ستیفن دوجارک وایي، د یادې پېښې ترسره کېدل په افغانستان کې د وضعیت د بې ثباتي ښکارندويي کوي.
نوموړي همداراز زیاته کړې، چې یاد برید د افغانستان له خلکو سره د بېړنیو مرستو د دوام په برخه کې د ملګرو ملتونو اراده لا پیاوړې کوي.
په همدې حال کې ټاکل شوې، د ملګرو ملتونو سرمنشي د دوشنبې په ورځ د امنیت شورا د پنځو دایمي غړو برېټانیا، امریکا، فرانسې، چین او روسیې د استازو په ګډون د افغانستان د وضعیت د څیړنې په هدف غونډه وکړي.
باید یاده شي، چې پرون ماښام مهال د کابل نړیوال هوایي ډګر ته څېرمه دوه چاودنې وشوې، چې په ترڅ کې یې شااوخوا نوي کسان وژلي او تر سلو زیات یې ټپیان کړي، چې په وژل شویو او ټپیان کې د مېرمنو، ماشومانو او نارینهوو په ګډون اتهویشت امریکایي سرتېرو ته هم مرګژوبله اوښتې.
بل لورته د دې بریدونو مسؤولیت داعش وسلهوالې ډلې منلی او ویلي یې دي، چې هدف یې امریکایي ځواکونه وو.
تر دې بریدونو وروسته د امریکا ولسمشر جوبایډن وایي، چې کابل نړیوال هوایي ډګر کې د امریکایي سرتېرو د وژل کېدو او ټپي کېدو غچ به له داعش وسلهوالې ډلې واخلي.