امریکا: کابل کې د بل احتمالي برید ګواښ شته؛ امریکایان دې هوايي ډګر ته نه‌ورځي

امریکا: کابل کې د بل احتمالي برید ګواښ شته؛ امریکایان دې هوايي ډګر ته نه‌ورځي


  • 3 کاله دمخه (28/08/2021)
  • سمسور نیوز
  • 1259

سپینې ماڼۍ په یوه خبر پاڼه کې ویلي، چې په کابل کې د بل احتمالي برید ګواښ شته او له امریکایي اتباعو یې غوښتي، چې د حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر ته دې له ورتګ ډډه وکړي.

له دې سره سم، په کابل کې د امریکا سفارت هم له امریکایي اتباعو غوښتي، چې د حامد کرزي په هوایي ډګر کې د امنیتي ګواښونو له امله دې له ورتګ څخه ډډه وکړي.

دې سفارت په یوه بیان کې ویلي، هغه امریکایان چې د 'ابې' له وره، له ختیځ وره او شمالي دروازې سره دي یا هم د کورنیو چارو د وزارت د نوې ودانۍ له دروازې سره دي، باید سمدستي سیمه پرېږدي. 

دا خبرداری داسې مهال دی، چې امریکایي چارواکو د پنج‌شنبې په ورځ هم ورته خبره کړې وه، چې له درې ساعته وروسته کابل نړیوال هوایي ډګر ته څېرمه دوه چاودنې رامنځته شوې، چې له کبله تر سلو زیات ملکي کسان مړه او ژوبل شول.