طالبانو د لغمان والي او نور پخواني چارواکي له بنده ازاد کړل

طالبانو د لغمان والي او نور پخواني چارواکي له بنده ازاد کړل


  • 3 کاله دمخه (28/08/2021)
  • سمسور نیوز
  • 1113

طالبانو نن شنبه د وږي میاشتې په ۶نېټه د لغمان پخواني چارواکي والي، امنیه قوماندان، د ملي امنیت رئیس او د ولایتي شورا رئیس له بنده خوشې کړل.

طالبانو د عمومي عفوې او د ځانګړي فرمان پر اساس د لغمان والي عبدالولي واحدزی، امنیه قومندان سمونوال لطف الله کامران، د ملي امنیت رئیس شاهدالحق شاهد او د ولایتي شورا رئیس عتیق‌الله عبدالرحیم‌زی له بنده ازاد او خپلو کورونو ته لېږدولي دي. 

دغو پخوانيو چارواکو په خپلو خبرو کې ویلي، چې له تېرو څو اوونیو راهیسې د طالبانو سره په بند خونه کې ول، چې په خبره یې تر اوسه د طالبانو له‌لوري هېڅ ډول شکنجه او سزا نه ده ورکړل شوې.

دوی دغه‌راز هغه اوازې هم رد کړې، چې ګواکې د طالبانو له لوري سخت وهلي ډبولي شوي دي.

طالبانو واک ته له رسېدو سره سم د افغانستان ټولو پخوانیو چارواکو ته عمومي عفوه اعلان کړې او له دې سره یې د هېواد له ټولو لویو او کوچنیو زندانونو سیاسي او غیر سیاسي بندیان هم خوشې کړي دي.