فرانسې له کابله د خپلو اتباعو د اېستلو ماموریت پای‌ته ورساوه

فرانسې له کابله د خپلو اتباعو د اېستلو ماموریت پای‌ته ورساوه


  • 3 کاله دمخه (28/08/2021)
  • سمسور نیوز
  • 1325

فرانسې هېواد له پلازمېنې کابل څخه د خپلو ټولو اتباعو د اېستلو ماموریت پای‌ته رسولی دی. 

د فرانسې دفاع وزیره فلورنس پارلي وایي، دوی له کابل څخه د خپل خلکو اېستلو ماموريت، د شنبې ورځې په وروستي پرواز سره، پای ته رسولی دی. 

نوموړې پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، چې د فرانسې پوځ دا ماموريت د اګست په ۱۵مه پیل کړی و او په دې موده کې يې د ۲۶۰۰ افغانانو په ګډون، ۳۰۰۰ کسان اېستلي دي.

په همدې حال کې د برېتانیا پوځ هم ويلی، چې له کابله به د ایستلو پروسه د شنبې په ورځ پای ته ورسوي. 

د برېتانيا دفاع وزیر بین والاس ویلي، دغه پروسه خپل د پای ساعتونو ته نژدې شوې او په هغې کې به یوازې هغه کسان چې د کابل هوايي ډګر ته داخل شوي وباسي. 

د نوموړي په خبره، چې د تېرو دوو اونیو په جریان کې يې څه باندې ۱۴۵۰۰ خپل اتباع او افغان همکاران له کابله اېستلي دي.

باید یاده شي، چې له افغانستان د ټولو بهرنیو سرتېرو وتلو یوازې درې ورځې پاتې دي، چې باید له افغانستان ووځي. 

په عین حال کې امریکا هم د خپلو اتباعو او افغان همکارانو د اېستلو پروسه چټکه کړې، چې د مالوماتو له‌مخې تر دې دمه یې څه د پاڅه یو لک کسان له افغانستانه اېستلي دي.