طالبانو د کابل هوایي ډګر کې د برید په تړاو؛ دوه مالیزیایان نیولي

طالبانو د کابل هوایي ډګر کې د برید په تړاو؛ دوه مالیزیایان نیولي


  • 3 کاله دمخه (29/08/2021)
  • سمسور
  • 1258

د طالبانو د استخباراتو مشر مولوي سیف الله محمد ویلي، چې د کابل هوایي ډګر کې د تېرې پنجشنبې ورځ د برید په تړاو یې ۶ کسان نیولي، چې ۲ یې مالیزیایي او ۴ نور یې افغانان دي.

برتانیوي ټایمز ورځپاڼې راپور ورکړی، چې طالبان یاد کسان تېر برید کې په لاس لرلو تورنوي.

بل پلو بیا  د سټار په نوم یوې مالیزیایي ورځپاڼې هم د خپلو اتباعو د نیولو خبر تائید کړی؛ خو ویلي یې دي، چې لا یې هم نومونه نه دي په ډاګه شوي.

د کابل پر هوایي ډګر د برید مسؤلیت که څه هم داعش ډلې پر غاړه اخیستی؛ خو طالبان لاهم یاده چاره د بهرنیو کار بولي.

تېره ورځ د ایران مذهبي مشر هم ویلي و، چې پر افغانستان وروستۍ غمیزې د امریکا کار دی.

باید یاده شي، چې یو وار بیا د امریکا ولسمشر ویلي، قوي احتمال شته، چې د کابل په هوایي ډګر کې یو وار بیا خونړۍ چاودنه ترسره شي.