هند او امریکا د افغانستان پر وضیعت مهمې خبرې کړې؛ یو این‌ ایچ‌سي ار: د افغانستان ګاونډیان دې پولې پرانېزي

هند او امریکا د افغانستان پر وضیعت مهمې خبرې کړې؛ یو این‌ ایچ‌سي ار: د افغانستان ګاونډیان دې پولې پرانېزي


  • 3 کاله دمخه (29/08/2021)
  • سمسور نیوز
  • 1252

امریکایي او هندي چارواکو د افغانستان پر وضعیت او نورو مهمو مسائلو په اړه خبرې اترې کړې دي. 

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن له خپل هندي سیال جي‌شنکر سره لیدلي او دواړو لوریو د افغانستان په هکله په همغږۍ خبرې کړې دي. 

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له لوري په یوه خپور شوي بیان کې راغلي، چې دواړو لوریو دغه‌راز په دې کتنه کې په ګډو موخو او لومړیتوبونو توافق کړی. 

د امریکا او هند ترمنځ داسې مهال پر افغانستان خبرې کېږي، چې په ورته وخت کې ‏د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمیشنري وایي، له ۵۰۰ زرو نه زیات افغانان، چې اکثره یې ښځې او ماشومان دي، د تاوتریخوالي له کبله له افغانستانه وتلو ته اړ شوي. 

یو این ایچ سي ار په یوه اعلامیه کې د افغانستان پر ګاونډیانو غږ کړی، چې خپلې پولې پرانیستې وساتي، تر څو دغه افغان وګړي خوندي شي.

په داسې حال کې، چې طالبان وایي، ډېر ژر به د نوي حکومت چوکاټ اعلان کړي، چې ورسره سم به ټولې هغه ادارې چې فعالیتونه یې درولې، بېرته پیل کړي.