د ترکیې ولسمشر: افغانستان سره نه‌شلېدونکې اړیکې لرو؛ هر راز مرستې ته چمتو یو

د ترکیې ولسمشر: افغانستان سره نه‌شلېدونکې اړیکې لرو؛ هر راز مرستې ته چمتو یو


  • 3 کاله دمخه (29/08/2021)
  • سمسور نیوز
  • 1201

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وایي، دوی له افغانستان سره بې پایه اړیکې لري او په دې هېواد کې د ثبات ټینګښت لپاره هر ډول مرستې ته چمتو دي.

هغه همداراز ویلي، د افغانستان روان وضعیت له نږدې څاري او په خبره یې، چې دوی د افغانستان د یووالي‌، اتحاد او اتفاق لپاره هر ډول مرستې ته تیاری لري. 

د نوموړي په وینا، چې ترکیې په تېرو شلو کلونو کې په افغانستان کې د پام وړ پانګونه کړې او نه غواړي، چې له دغه هېواد سره یې تر دې وروسته هم اړیکې قطعه شي. 

هغه په ټینګار سره ویلي، دا چې طالبان څه ډول حکومت جوړوي او په حکومتي ادارو کې یې دریځ او چلند څه دی، د دې ټولو به تعهد ورکوي.

اردغان په افغانستان کې د هر ډول خدماتو په ټپه بندېدو ته په اشارې ویلي، چې ژر تر ژره باید په دغه هېواد کې ثبات ټینګ شي،  ځکه افغانان په خورا بد وضعیت کې قرار لري.