سهیل شاهین: کابل کې د پردیو په خوښه امن سیمې نه غواړو

سهیل شاهین: کابل کې د پردیو په خوښه امن سیمې نه غواړو


  • 3 کاله دمخه (30/08/2021)
  • نګینه ارشاد
  • 1144

د طالبانو یو ویاند سهیل شاهین د فرانسې د ولسمشر ایمانویل مکرون هغه وړاندیز رد کړ، چې له افغانستان څخه د وتونکو خلکو لپاره د امن سیمې لپاره یې کړی و.

مکرون ویلي و، چې کابل کې دې د هغو خلکو لپاره، چې غواړي له هیواد څخه ووځي؛ یوه امن سیمه رامنځته شي؛ ترڅو په خوندي ډول هېواد پریږدي.

تازه د طالبانو ویاند سهیل شاهین دا وړاندیز رد کړی او زیاته کړې یې ده، چې هیڅ وخت به افغانستان کې د پردیو په خوښه دغه ډول سیمې جوړې نه کړي.

هغه دغه راز ویلي، افغانستان یو خپلواک هېواد دی او دا اړینه نه ده، چې تیرې ناکامه تجربې دې بیا تکرار شي او زیاته کړې یې ده، چې د حکومت له اعلان وروسته هر افغان کولای شي سفر وکړي.

باید یاده شي، چې سبا به افغانستان کې د امریکا ۲۰ کلن حضور پای ته ورسیږي او له تېرې ورځې راهیسي له هیواد څخه ملکي او هوایي الوتنې بندې شوې دي.