په افغانستان کې راتلونکې ورځ سهشنبه د اګست په ۳۱ نېټه د امریکا په تاریخ کې ترټولو اوږد نظامي ماموریت به پای ته ورسېږي.
امریکا ویلي، چې په افغانستان کې به خپل دیپلوماتیک حضور له طالبانو سره ونښلوي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن ویلي، چې که طالبان غواړي له دوی او نورې نړۍ سره اړیکې ولري، دوی باید په عمل کې د افغانانو اساسي حقوق خوندي کړي.
امریکا داسې مهال په افغانستان کې خپل شل کلن پوځي ماموریت پای ته رسوي، چې طالبانو لا هم د خپل نوي کوړېدونکي دولت چوکاټ نه دی اعلان کړی.
له دې سره سم طالب چارواکي ټینګار کوي، چې دوی به په راتلونکې اوونۍ کې خپل دولت اعلان کړي؛ خو دا چې دولت به یې نړیوال په رسمیت وپېژني که نه؛ دا هغه پوښتنه ده، چې وخت به یې ځوابوي.