وسله‌والو کسانو باجوړ کې دوه پاکستاني پوځیان وژلي

وسله‌والو کسانو باجوړ کې دوه پاکستاني پوځیان وژلي


  • 3 کاله دمخه (30/08/2021)
  • سمسور نیوز
  • 1525

د پاکستان پوځ په دې هېواد کې په یوه وسله‌وال برید کې څلور تنه پوځیانو ته د مرګ ژوبلې اوښتو خبر ورکړی. 

د پاکستان پوځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې ډیورنډ فرضي کرښې ته نږدې په باجوړ سیمه کې د پوځیانو پر یوه پوسته وسله‌والو کسانو برید ترسره کړی، چې په ترڅ کې یې دوه پوځیان وژلي او دوه نور یې سخت ټپیان کړي دي. 

د پوځ په خبره، یاد برید د افغانستان له خاورې شوی، چې تر پېښې وروسته دوی په سیمه کې د لټون عملیات هم پیل کړي دي. 

په وروستیو کې د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې نامالومه وسله‌والو پر پاکستاني پوځیانو بریدونه پیل کړي، چې پرمهال یې د دغه پوځ زیات شمېر سرتېرو ته مرګ ژوبله اړول شوې ده. 

که څه هم د دې پېښې مسؤولیت کومې وسله‌والې ډلې نه‌دی منلی؛ خو د پاکستاني طالبانو تحریک د پاکستاني ادارو پر ضد د جګړې خبرداری ورکړی و.