امریکا او اسټرالیا پر افغانستان غږېدلي؛ امریکا: وروستی امریکایي سرتېری له افغانستان ووت

امریکا او اسټرالیا پر افغانستان غږېدلي؛ امریکا: وروستی امریکایي سرتېری له افغانستان ووت


  • 3 کاله دمخه (31/08/2021)
  • سمسور نیوز
  • 1255

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن د اسټرالیا د بهرنیو چارو له وزیرې سره د تلیفون لا لارې د افغانستان په اړه خبرې کړې دي.

په دې تلیفوني خبرو کې امریکایي لوري ویلي، چې دوی او متحدین یې په افغانستان کې د بشري حقونو پر خوندیتوب ټینګار کوي او د دې پلوي دي، چې د مېرمنو حقونو ته پوره درناوی وشي.

په همدې حال کې د استرالیا د بهرنیو چارو وزیرې ماریس پېن ویلي، چې دوی په افغانستان کې یو شمېر هغو خلکو ته اندېښمن دي، چې اوس‌مهال یې ژوند له ګواښ سره مخ دی او هڅه کوي، چې له خطر سره د مخ کسانو اېستلو ته دوام ورکړي.

هغې دغه‌راز ویلي، چې طالبان باید په افغانستان کې هغو خلکو ته چې غواړي له دغه هېواده ووځي، د خوندي وتلو اجازه ورکړي.

نوموړې همداراز زیاته کړې، طالبانو ته په‌کار ده، چې بشري حقونو ته درناوی وکړي؛ ترڅو پر همدې اساس نړیوال مشروعیت او ملاتړ هم ترلاسه کړي.

بل‌لورته د امریکا دفاع وزارت خبر ورکوي، چې بېګا یې وروستی سرتېری هم له افغانستان ووت او له دې سره یې په دغه هېواد کې شل کلن نظامي ماموریت پای ته ورسېد.

له دې سره سم طالب ویاند ذبیح الله مجاهد د امریکایي ځواکونو له وتلو وروسته ویلي، چې امریکا په افغانستان کې خپلو ټولو اهدافو ته ونه رسېده او شرمونکې ماتې یې وخوړه.

نوموړي دغه راز زیاته کړې، چې اوس‌مهال د ټول افغانستان واګي له افغانانو سره دي او ډېر ژر به د یو قوي نظام څښتنان شو.