خلیل‌زاد: ‏په افغانستان کې زمونږ جګړه پای‌ته ورسېده

خلیل‌زاد: ‏په افغانستان کې زمونږ جګړه پای‌ته ورسېده


  • 3 کاله دمخه (31/08/2021)
  • سمسور نیوز
  • 1010

د افغانستان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پخوانی ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد وایي، چې په افغانستان کې یې تر دې وروسته جګړه پای‌ته رسېدلې او ټول ځواکونه یې په خوندي ډول وتلي دي. 

نوموړي له افغانستان د امریکایي ځواکونو تر بشپړ وتلو وروسته پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي، چې "زمونږ زړور سرتېري، سیلانیان، سمندري ځواکونه او هوایي ځواکونه پوره ووتل."

هغه دغه‌زار زیاته کړې، اوس‌مهال افغانانو یو فرصت ترلاسه کړی، چې د خپل هېواد لپاره څه ډول راتلونکی غوره کوي. 

خلیل‌زاد ویلي، چې افغانان په بشپړ حاکمیت سره کولای شي، چې  خپله لاره غوره کړي او په دغه هېواد کې اوږد مهالې جګړې ته هم د پای ټکی کېږدي. 

د خلیل‌زاد په باور چې اوس‌مهال طالبان له یوې ازموینې سره مخ دي، چې څنګه کولای شي خپل هېواد باثباته سولې او یووالي ته رهبري کړي.

د خلیل‌زاد دا څرګندونې په داسې حال کې دي، چې طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي، په هېواد کې به اسلامي حکومت جوړېږي او امن به راځي. 

هغه زياته کړې، چې اوسمهال ټول امریکایي او بهرني ځواکونه له افغانستان څخه وتلي او د واک چارې له افغانانو سره دي.