قطر وایي، طالبان دې پر یو داسې پراخ بنسټه حکومت جوړولو کار وکړي، چې ټول اړخونه پهکې خپل ځان وویني.
د قطر د بهرنیو چارو وزیر شېخ محمد بن عبدالرحمان ال ثاني پرون په پلازمېنه دوحه کې د جرمني له بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس سره تر لیدنې وروسته خبري غونډې ته ویلي، چې دوی د ترهګرۍ د مخنیوي لپاره پر همکارۍ ټینګار کړی او دې برخه کې یې د طالبانو مرسته مهمه بللې ده.
نوموړي دغهراز د خپلو خبرو پر دوام ویلي، چې له دغه ډلې غواړي، چې ژر تر ژره د ټولګډونه حکومت پر جوړولو کار وکړي.
د قطر د بهرنیو چارو وزیر ټینګار کړی دی، چې طالبان باید د داسې حکومت له جوړولو ډډه وکړي، چې کوم لوری ترې بهر پاتې شي.
د قطر هېواد پلازمېنه دوحه له تېر یوه کال راهیسې د بینالآفغاني مذاکراتو هم کوربه وه، چې تل یې هڅه کوله په خپل منځګړیتوب افغان کشاله د خبرو د مېز له لارې حل کړي.