سمسور نیوز_  پنجشیریان: مسعود باید ملي اتل وي؛ طالبان: دا چاره هیڅ وخت د منلو نه ده

سمسور نیوز_ پنجشیریان: مسعود باید ملي اتل وي؛ طالبان: دا چاره هیڅ وخت د منلو نه ده


  • 3 کاله دمخه (02/09/2021)
  • 1615

سمسورنیوز(  پنجشنبه د وږي ۱۱) د پنجشیر د تسلیمي لپاره په ترسره شویو مذاکراتو کې له طالبانو درې غوښتنې شوې، چې طالبانو رد کړې دي.

طالبانو ته نږدې سرچینو ویلي، چې پنجشیریانو له طالبانو غوښتي، چې په نوي حکومت کې به دویم نفر د دوی وي، احمدشاه مسعود به په نوي اساسي قانون کې د هېواد د ملي اتل په توګه پاتې کېږي او په بهرنیو چارو، ملي دفاع او کورنیو چارو وزارتونو کې د دوی د خوښې یو یو مرستیال باید وټاکل شي، چې طالبانو یادې غوښتنې رد کړې دي.

که څه هم تر اوسه رسمي سرچېنو په دې تړاو څه نه دي ویلي؛ خو تېره ورځ د طالبانو د دعوت او ارشاد کمېسون مشر امیرخان متقي ویلي و، چې له پنجشیر سره مذاکراتو نتیجه ورنکړه.

باید یاده شي، چې تېره ورځ مازیګر د دواړو لوریو ترمنځ نښته هم شوې وه او دواړو خواو یو بل ته د مرګ ژوبلې د اړولو ادعا هم کړې وه.

سمسور نیوز