قطر: له طالبانو سره د کابل هوایي‌ډګر پر بیا فعالېدو ګډ کار کوو

قطر: له طالبانو سره د کابل هوایي‌ډګر پر بیا فعالېدو ګډ کار کوو


  • 3 کاله دمخه (02/09/2021)
  • سمسور نیوز
  • 1186

د قطر بهرنیو چارو وزارت وایي، له طالبانو سره د کابل نړیوال هوایي ډګر د بیا فعالېدو په موخه له نژدې کار کوي ترڅو د کورنیو او بهرنیو پروازونو لپاره چمتو شي.

د قطر د بهرنیو چارو وزیر شېخ محمد بن عبدالرحمن ال ثاني دغه‌راز پر طالبانو غږ کړی دی، ترڅو هغه افغانان چې غواړي بهرنیو هېوادونو ته سفر وکړي، د تللو اجازه ورکړي.

بل‌لورته الجزیرې سبا جمعه له کابل نړیوال هوایي ډګر څخه د کورنیو پروازونو د پلېدو خبر ورکړی دی. 

الجزیرې تلويزيوني شبکې په یوه راپور کې د ملکي هوایي چلند ادارې د یوه چارواکي له قوله ویلي، چې له کابل نړیوال هوایي څخه به کورنۍ الوتنې د جمعې په ورځ بیا ځلې پیل شي.

د دې شبکې د راپور له‌مخې، چې د نړیوالو الوتنو بیا ځلې پیل به ښایي لږ وخت ونیسي. 

دا په داسې حال کې ده، چې امریکایي ځواکونو له کابل څخه تر وتلو وړاندې د میلینونونه ډالرو وسایط غیر فعال کړي دي. 

د امریکا د مرکزي قومنداني قومندان جنرال فرانک کنت مکینزي منلې، چې د ځواکونو له وتلو وړاندې یې د کابل هوایي ډګر کې ۷۳ الوتکې ۷۰ زرهي وسایط او ۲۷ هموي موټرې په پوره ډول غیر فعال کړي دي، چې بیا د استفادې وړ نه دي.