راپورونه وايي، چې د طالبانو مشران د نوي حکومت د اعلان لپاره په کابل کې د تیاریو په حال کې دي.
رویټرز اژانس د احمدالله متقي په نوم د طالبانو د فرهنګي کمېسیون د یوه غړي په حواله خبر ورکړی، چې په ارګ کې په دې تړاو پنجشنبه د یوې غونډې ترتیب نیول شوی دی.
تر دې دوه ورځې مخکې د طالبانو د سیاسي دفتر غړي شېر محمد عباس ستانکزي ویلي و، چې دوی به نوی حکومت په دوو ورځو کې اعلان کړي.
نړیوالې ټولنې ویلي، چې د طالبانو اعمال څاري او د کابل د راتلونکي دولت د رسمیت پېژندنې په برخه کې به د دې ارزونې په اساس پرېکړه کوي.
باید یاده شي، چې طالبانو کابو نولس ورځې مخکې له پنجشېر پرته ټول افغانستان ونیوه، خو تردې دمه یې حکومت نه دی جوړ کړی چې دې چارې اکثر ټولنیز او اقتصادي فعالیتونه هم په ټپه درولي دي.