بلنکین: طالبانو سره اړیکې پالو؛ خو په رسمیت پېژندلو کې یې وارخطایي نه کوو

بلنکین: طالبانو سره اړیکې پالو؛ خو په رسمیت پېژندلو کې یې وارخطایي نه کوو


  • 3 کاله دمخه (05/09/2021)
  • کامران احمدزی
  • 1039

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلنکین واشنګټن کې خبریالانو ته ویلي، چې دوی غواړي له طالبانو سره ارتباطي چینلونه فعال وساتي؛ خو لاهم بېړه نه لري، چې دا ډله په رسمیت وپېژني.

نوموړي ویلي، چې په همدې موخه قطر ته ځي او افغانستان کې د وضیعت څارلو لپاره به له قطر او یو شمېر نورو هېوادونو سره خبرې ولري.

بلنکین په داسې حال کې قطر ته سفر کوي، چې د یاد هېواد یو شمېر چارواکي تېره ورځ افغانستان ته راغلي وو.

باید یاده شي، چې یو شمېر هېوادونو هم تر دې وړاندې ویلي، چې دوی به طالبان وڅاري او له هغې وروسته به یې د یو رسمي دولتي پېژندلو په اړه پرېکړه وکړي.