عمران‌خان: نړۍ باید د طالبانو حکومت ته لاس ورکړي؛ ترڅو د کډوالو له بحران سره مخ نه‌شي

عمران‌خان: نړۍ باید د طالبانو حکومت ته لاس ورکړي؛ ترڅو د کډوالو له بحران سره مخ نه‌شي


  • 3 کاله دمخه (05/09/2021)
  • سمسور نیوز
  • 1180

د پاکستان لومړی وزیر عمران خان وايي، که نړۍ غواړي، چې د افغانستان له لوري د کډوالو له بحران سره مخ نه‌شي؛ نو دغه هېواد سره دې خپلې اقتصادي مرستې ډېرې کړي.

نوموړي د ملګرو ملتونو له عمومي منشي انتونیو ګوتریش سره په خپلو خبرو کې ویلي، نړۍ ته‌ په‌کار چې د طالبانو له نوي حکومت سره خبرې پیل او یوې پایلې ته دې ورسره ورسېږي. 

هغه د خپلو خبرو پر دوام پر نړیواله ټولنه غږ کړی دی، چې افغانستان سره دې خپلې اقتصادي همکارۍ ډېرې کړي او په وینا یې که داسې ونه‌کړي؛ نو د دې احتمال شته، چې نړیوال به د کډوالو له یوې بلې څپې سره مخ شي.

د مالوماتو له‌مخې، چې ښایي د روانې میاشتې پر دیارلسمه د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو له لوري یو نړیوال کنفرانس جوړ شي، چې به په‌کې د مرستو د راټولو لپاره پر سر خبرې کېږي.