طالبان: له آلمان سره ښې ډیپلوماټیکې اړیکې غواړو

طالبان: له آلمان سره ښې ډیپلوماټیکې اړیکې غواړو


  • 2 کاله دمخه (05/09/2021)
  • سمسور نیوز
  • 748

طالبان وایي، چې دوی له آلمان سره ښې ډیپلوماتيکي اړيکې او مالي مرستې غواړي.  

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد آلماني ورځپاڼې "وېلټ‌ام‌ زونټاګ" سره خپلو وروستیو څرګندونو کې ویلي، چې دوی له آلمان سره ټينګې رسمي اړيکې غواړي او هيله یې څرګنده کړې، چې آلمان او نورو هېوادونه وروسره په بشري، طبي، زراعتي او تعلیمي ډګر کې مرستې وکړي. 

د نوموړي په وینا، چې آلمانيانو ته به تل په افغانستان کې ښه راغلاست وويل شي او زیاتوي، چې لسیزې دمخه آلمان له افغانستان سره ښې اړيکې لرلې او دغه هېواد په افغانستان کې ډېرې زیاتې مرستې کړې دي. 

د ویلو ده، چې څو ورځې وړاندې د آلمان د بهرنیو چارو وزير، هايکو ماس ویلي و، که په سیاسي توګه دا ممکنه وه او امنيتي وضعیت اجازه ورکړه، نو آلمان به هم په کابل کې خپل سفارت بېرته پرانېزي.