نظامونه راځي او ړڼګيږي

نظامونه راځي او ړڼګيږي


  • 3 کاله دمخه (05/09/2021)
  • ملا عبدالسلام ضعيف
  • 1608

اوفو بعهدکم 

په خپل عهد وفا وکړئ، الآیت.

بدترين نظامونه هغه دي چې د خپل رعيت د زړه ماتيدو سبب شي او همدا باعث کیږی چی نظام ړنګ شی .

د چا شخصی حریم ته درناوی وکړی 

قومی او دینی ارزښتونه ته په شمول د نورو مذاهبو چی دلته شتون لری درناوی وکړی .

ځینو ملی ارزښتونو ته درناوی وکړی بیرغ ، بندونه ، او فرهنګ د هر قوم ته درناوی وکړی .

یو ځوان په مرداره ویاله کی مه ښکته کوی چی ولی تاسو پتلون اچولی د هغه د غرور درناوی وکړی .

د هر قوم ژبی کلتور فرهنګ ته درناوی وکړی .

د خلکو سره خپل تفاوت کم کړی د هغوی د خوښی نظام جوړ کړی امنیتی ځواکونو ته هدایت ورکړی تر څو ډسپلین په لباس شکل او خبرو کی مراعت کړی د خلکو د نظرونو درناوی وکړی . 

نور بی بندوباره مسلح کسان له ښار ټول کړی او ټولو ته منظم یونیفرم او نظامی شکل ورکړی څوک په یوه کوڅه ننوځی څوک په بله کوڅه نه د مسیر پلان شته نه ټکټ رخصت شته نه د دندی او عمیلیاتو پلان او سند شته دا خلک ځوروی .

د حکومت تشکیلات همه شموله کړی هر قوم ته ونده ورکړی ماسټر لسانس ته پکی تر ډیره مسولیت ورکړی .

بالاخره رعیت مه ځوروی په خپل لاس د دی نظام عمر مه لندوی.