پنجشېر ولایت هم په بشپړ ډول طا.لبانو ونیو

پنجشېر ولایت هم په بشپړ ډول طا.لبانو ونیو


  • 3 کاله دمخه (06/09/2021)
  • سمسور نیوز
  • 1192

طا.لبان وایي، چې پنجشېر ولایت هم د دوی تر کنټرول لاندې راغلی او اوس‌مهال په‌کې طالب ځواکونه شتون‌لري. 

طا.لب ویاند ذبیح‌الله مجاهد پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، چې وروستی ولایت پنجشېر هم په بشپړ ډول د دوی تر ولکې لاندې راغلی دی.

د نوموړي په خبره یې، چې د جګړې پرمهال یو شمېر د دوی ضد پاڅون‌ککونکي ځپل شوي او نور هغه یې له یاد ولایت څخه تېښتې ته اړ شوي دي. 

مجاهد دغه‌راز د دې ولایت خلکو ته ډاډ ورکړی دی، چې هېڅ‌ډول توپیري چلند به ورسره نه‌کېږي او زیاتوي، چې د دوی امنیت خوندي شوی دی. 

وروسته له هغه، چې طا.لبانو د افغانستان ګڼ شمېر ولایتونه تر خپلې ولکې لاندې راوستل، پنجشېر یواځینی هغه ولایت و، چې طا.لبان یې  تر اوسه پورې په نیولو نه وو بریالي شوي. 

د طا.لب چارواکو په وینا، چې د دې ولایت په نیولو سره افغانستان له جګړو څخه راووت او هېواد به مو د آزادۍ، خپلواکۍ او آبادۍ په فضا کې آرام او سوکاله ژوند ولري.