د امریکا یو جیګپوړي چارواکي قطر ته سفر کړی

د امریکا یو جیګپوړي چارواکي قطر ته سفر کړی


  • 3 کاله دمخه (06/09/2021)
  • سمسور نیوز
  • 1249

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن وایي، د قطر هېواد پلازمېنې دوحې ته تللی او له هغه ځایه به جرمني ته سفر وکړي.

د هغه په وینا یې، چې د دې سفر موخه یې د دواړو هېوادونو له چارواکو سره د افغانستان پر وضعیت خبرې کول دي. 

نوموړي پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، چې په دې سفر کې به دغه‌راز له قطري او جرمني چارواکو څخه مننه وکړي، چې له کابله یې د امریکایانو، افغانانو او نورو اتباعو په اېستلو کې همکاري کړې ده.

په همدې حال کې د امریکا د ولسمشر د دفتر رئیس له "سي‌ان‌ان" سره په تازه مرکه کې ویلي، چې په افغانستان کې یې لا هم سلګونه وګړي پاتې دي او دوی د خپلو پاتې وګړو د راېستلو هڅې پیل کړې دي.

که څه هم امریکا زرګونه کسان له افغانستان و اېستل؛ خو اوس یې تازه ویلي چې لا یې هم لسګونه وګړي په افغانستان کې دي او باید د را ایستلو لپاره یې هڅې وکړي.