ابدالۍ توره

ابدالۍ توره


  • 3 کاله دمخه (08/09/2021)
  • لیکوال: صهیب راوي
  • 1615

  ابدالۍ توره له ګرامري پلوه باید ابدالي توره شي او که ابداله توره غوره ده؟ 

په دغسې یو ترکیب کې دواړه غاړې باید مونثې ولیکو او که یوازې توره بسنه کوي؟ 

ابدالۍ توره د غوث خیبري د یو تاریخي ناول نوم دی، چې نږدې نیمه پېړۍ وړاندې په کابل کې چاپ شوی. د دغه ناول د نوم په لیکلو کې د " ابدالي" قام اصلي بڼه په ښځینه ډول " ابدالۍ" لیکل شوی، چې د ترکیب د دواړو غاړو د مونث کېدا له قانون سره جوړ نه راځي او هغه هماهنګي، چې په ځینو نورو ترکیبونو کې چې دواړه غاړې یې مونثې وي محسوسو، په ابدالۍ توره" کې یې  محسولای نه شو.

دا چې " ابدالۍ توره" ژبنی غونډ له پښوییزو قواعدو سره همغږی نه ښکاري 

علت یې دا دی، چې موږ د ډېرو قبيلوي یا قومي نومونو په پای کې نرمه " ی" لیکو، ځکه خو یې مونثه بڼه په زورکۍ والې "ۍ" سره ټاکو. خو د ابدالي قوم د لیکلو پر مهال د نرمې (ی) پر ځای له څرګندې (ي)  سره مخ کېږو، نو چې د نرینه لپاره مو څرګنده (ي) ولیکله، د هغې قاعدې له قیده ازاد یو چې خامخا دې د ښځینه بڼې لپاره ابدالي په ابدالۍ واړو.

پورتنی نوم "ابدالۍ توره" که پخپل حال پاتې شي " ابدالي توره"  ښایي د نیوکې لاندې را نه شي.

او که داسې یې لیکو ډېرګړی حالت یې په لکۍ دارې یا سره ټاکلای شو، چې " ابدالۍ تورې" راځي.

که وایو چې له نرینه " ابدالي" سره یې توپیر وکړای شو او ښځینه بڼه یې هم ولرو، بیا نو تر ټولو غوره دا ده چې: ( ابداله توره) ولیکو.

خوشال بابا وایي:

د ابدالو جونه واړه ګډبنې دي

که ترینې دي د پښین دي د ستاینې.

(کلیات: ۶۵۸) 

په پښتو کې د پورتنۍ بڼې ځینې بېلګې تر دې پخوا هم دود دي. 

لکه: ملاله پیغله یا ملاله نجلۍ. شاعر وایي: 

 

لکه ملاله پیغله د وروڼو په ورا

په شنه ګېډي کمیس کې ګډېدم ګډېدم.

کاروان

 

دا بڼې یې  تر " ملالۍ نجلۍ او یا ملالۍ پیغله" څو ځلې غوره او منل شوې دي.

بله خبره چې باید یادونه ترې وکړو دا ده، چې که "ابدالي" کلمه تر یو نوم وروسته لیکل کېده، بیا نو د ځینو مجردو ستاینګونو په څېر د نرینه وو او ښځینه وو  دواړو نومونو لپاره یو ډول لیکل کېږي. یعنې که د کوم سړي نوم "احمد ابدالي" وي د ښځینه نومونو لپاره باید وروستی لیکل شوی "ابدالي" په ابدالۍ وا نه ړو او مثلآ، " زرلښته ابدالي" یې ولیکو.

مانا دا که چېرې " ابدالي" کلمه تر یو نوم وروسته لیکل کېږي، د جنس له پلوه باید ګردان نه شي او برعکس که د غوث خیبري غوندې له داسې ښځینه وییونو سره مخ کېدو چې ابدالي ترې وړاندې لیکل پکار وو، نو ابداله توره به لیکو.