زمونږ د هېوادوالو لویه بدبختي داده، چې هره خبره پرته له دې، چې فکر پرې وکړو، منو یې او ان کله کله د نورو په خبرو پسې په دومره باورمندانه شکل روان یو، چې نژدې ملګري، خپلوان او ان خپله کورنۍ هم خفه کوو.
د مسعود په اړه هم همدا کیسه روانه ده، هغوی ته چې اتل دی، ښایي د مسعود د پلار نوم هم نه ورځي.
درځئ! د بحث پیل د مسعود له پلویانو په همدې پوښتنه وکړو، چې:
که مسعود یو ملي اتل دی؛ نو ولې دې اتل د سردار دواد خان خلاف د پاکستان لمن ته ځان وغورځاوه؟
ځواب واضح دی، مسعود هڅه کوله، چې د داود خان خلاف د بهرنیو په شتون کې یو اپوزیسون جوړ او د افغانستان د نسبي امن او پرمختګ مانع شي، چې همداسې وشول.
وروسته بیا له حکمتیار سره خوا کې د ډاکټر صیب نجیب خلاف جبهه کې واقع شول او د بنین سیوان د سولې یو لوی فرصت یې ناکام کړ.
ده همدارنګه له حکمتیار سره کلونه کلونه کابل د جګړو مرکز ګرځولی و او د افغانستان د کادرونو په له منځه وړولو کې یې له نورو رهبرانو سره جوخت ښه رول ولوبوه.
کله چې د افغانستان په جګړه بحث کوو؛ نو مونږ اکثره کورنۍ جګړې ترسره کړي او کورنۍ جګړه هیڅ اتل نه لري؛ مګر بیا هم که مسعود اتل ګڼو؛ نو راځئ اول دا څو پوښتنې ځواب کړو!
د پاکستان د ای ایس جنرال حمید ګل یې ولې د پوځي سلاکار په توګه ګمارلی و؟
پوځي الوتکې یې ولې پر پاکستان خرڅې کړې؟
افشارو کې یې ولې ۱۲ زره افغانان ووژل؟
روؤس سره یې ولې له ټولو شرعي موازینو خلاف تړون وکړ؟
دا وا نورې ډېرې پوښتنې شته، چې د مسعود د اتلولي پر ځای د هغه په سترې جفا دلالت کوي.
مسعود د کورنۍ جګړی بچی هم نه و، ده په تګاب کې له زرداد فریادي؛ چهلستون کې له ګلبدین، میرویس میدان کې له مزاري
بالاحصار کې جبار قهرمان او کشمیر خان مات کړ.
ښایي په دې لیکنه کې زما قضاوت یو طرفه ښکار شوی وي؛ خو حقیقت دا دی، چې مونږ په خپل تاریخ کې له احمدشاه بابا، میرویس نیکه او غازي امان الله خان پرته داسې کوم څوک نه لرو، چې یوه ملي کارنامه یې کړې وي؛ البته په کمه استثناء کارنامې شوې دي.
ډاډه اوسئ، کله، چې مسعود زما لپاره ملي خاین دی؛ نو د ګلبدین په څېر ابن الوقت او د پردیو ګټو ته ژمن خلک مې هم د غاړي ګلونه نه دي.