په پام کې وه ، چې ( اګست 23 ) باندې د پېسو نړېوال صندوق ، افغانستان ته د کرونا او نړېوال اقتصادي بحران سره د مبارزې لپاره ( 370 ) میلیونه ډالره ورکړي دا په نړۍ کې د مالي او اقتصادي بحران سره د مبارزې لپاره د پېسو نړېوال صندوق د اقدام یوه برخه ده چې افغانستان هم د مرسته اخېستونکي هېواد په کتګورۍ کې راځي ، خو په افغانستان کې د طالبانو واکمن کېدو سره دغه پریکړه په سمدستي ډول اخیستل شوې ده چې اقتصادي برخې څارونکي یې د راتلونکي دولت لپاره د شرایطو په ایښودلو او اصلاحاتو پورې تړي او یو ډول مالي او اقتصادي فشار یې ګڼي . دوی وایي چې امریکا د افغانستان د راتلونکي نظام د نوعیت او سیاسي جوړښت ته په کتو بیا پریکړه کوي .
د پیسو نړیوال صندوق دا پریکړه وروسته له هغې وکړه چې د اګست په میاشت کې واک طالبانو په لاس کې واخیسته او امریکا له لورې د اګست په ( 19 ) د افغانستان د مرکزي بانک ټوله زیرمه چې د افغانستان بانک په وینا تقریبا ( 9 ) میلیارده ډالره کیږي کنګل کړه . ددې بندیزونو په تعقیب ګڼو نورو مرستندویه ادارو هم په سمدستي ډول خپلې مرستې بندې کړې او دا مرستې یې د ښځو ، ماشونو حقونو ، د سیاسي مشارکت ، او د راتلونکي حکومتي چوکاټ په څرنګوالي پورې وتړلې .
دا محدودیتونه به لومړی ځل نه وي او نه هم وروستی ځل ، ځکه افغانستان سره مرسته کېدونکي ټوله مرسته تل په شرایطو پورې تړلې وه ، چې وروستۍ او څرګنده بېلګه یې ، په ( نومبر 2020 ) کې د جنیوا کانفرانس کې د څلورو کلونو په جریان کې له افغانستان سره ( 13 ) ملیارده ډالره مرسته اعلان شوه چې د حکومت له لورې د فساد سره څرګنده مبارزه ، غوره حکومتولي ، شفافیت ، د سولې په پروسه کې پرمختګ او پکې د ښځو مانا داره ونډې پورې مشروط کړي وه او دا یې ورسره بل شرط هم مل کړی وه چې ددې شرایطو د څارلو لپاره به د ( 2021 او 2022 ) کلونو په جریان کې د مرسته کوونکو هېوادونو د وزیرانو شورا غونډې ترسره کیږي .
د امریکا له لورې د بندیزونو په لګېدو سره نورو ادارو هم ورته عمل کړی دی چې د پیسو د لیږد نړېوالې ادارې ( western Union , Swift , Money Gram , Small World ) هم افغانستان ته د پیسو لیږد بند کړی دی چې د افغانستان بانک د تیر کال د یوه راپور له مخې چې په بهرنیو هېوادونو کې د میشت افغانانو له لورې په افغانستان کې خپلو کورنیو ته ( 800 ) میلیونه ډالره لیږل شوي دي چې په افغانستان کې د ګڼو کورنیو د اقتصادي ودې او ورځني ژوند د بهبود لپاره دا یوه ښه سرچینه وه چې ډیرې کورنۍ اوس له دغه خدماتو څخه بې برخي دي.
له پورته خبرو معلومیږي ، چې د افغانستان سره ټولې مرستې او قرضې په دقیقو شرطونو پورې تړلي دي دا نو اوس د طالبانو رهبري ته په کار ده چې ددې شرطونو د پوره کولو او د مرسته کوونکو هېوادونو د قناعت حاصلولو لپاره کار وکړي تر څو د افغانستان خراب اقتصادي وضعیت نور هم خراب نه شي او حالات له قابو ووځي .
پېژندنه :
د پیسو نړیوال صندوق یا International Monetary Fund) ) ( IMF ) هغه نړیوال اقتصادي سازمان دی ، چې د نړۍ د پولي موضوعاتو او پیسو اړونده پالیسیو جوړوونکی ، تطبیق کوونکی او وړاندوینه کوونکي دندې پر مخ وړي .
د پیسو نړېوال صندوق ( IMF ) او نړېوال بانک هغه سرچېنې دي چې هېوادونو ته قرضې ورکوي ، دا قرضې د یوه مخکې ټاکل شوي میکانیزم او تګلارې له مخې په مشروط ډول ورکول کیږي تر څو مخ پر ودې هېوادونه د خپل اقتصادي پیاوړتیا لپاره ترې استفاده وکړي .
له دوېمې نړېوالې جګړې وروسته په ( Bretton Wood ) غونډه کې امریکا او متحدینو چې د ( 44 ) هېوادونو استازو پکې ګډون لاره ، سره ناسته وکړه چې د جګړې له ختمېدو وروسته د اقتصادي ودې او پراختیا لپاره باید د یوه میکانیزم له مخې داسې اداره وجود ولري چې د جګړې ناورین سره د اقتصادي مبارزې په برخه کې مرسته وکړي نو هماغه وه هم اوسنی نړیوال بانک او هم د پیسو نړیوال صندوق په ( 1945 ) میلادي کال کې په امریکا کې رامنځته شو چې د پیسو نړیوال صندوق خپلې رسمي چارې له ( 1947 ) میلادي کال څخه را پېل شوې ، اوسمهال د ملګرو ملتونو د ( 189 ) هېوادونو په ګډون د کوسوو سره مل ( 190 ) غړي هېوادونه یې غړیتوب لري چې مرکز یې د امریکا په واشنګټن ډی سي کې دی .
خو ځېنې معلومات دا را ښایي ، چې د امریکا د متحدینو له لورې چې په امریکا کې کومه غونډه شوې وه تر هغې یو کال مخکې یانې په ( 1944 ) میلادي کال کې نړیوال بانک رامنځته شو چې وروسته بیا د پولي برخې سیاست او کنترول لپاره د پیسو نړیوال صندوق یو کال وروسته رامنځته شو .
افغانستان د ( 1955 ) میلادي کال په جولایي کې ددې نړیوال پولي سازمان غړیتوب تر لاسه کړیدی .
د پیسو نړیوال صندوق کې د اروپایي هېوادونو او امریکا غوښنه برخه ده ، چې د همدې هېوادونو او د امریکا د متحدینو د ګټو لپاره د پالیسیو جوړولو او تطبیقولو له مخې کار کوي او پدې اقتصادي سازمان باندې د سیاست سیوری ښه څرګند دی چې د امریکا د سیاسي اقداماتو له مخې کار کوي .
د پیسو د نړیوال صندوق د قرضې فلسفه او افغانستان
د پیسو نړیوال صندوق د پورونو ګټې په لنډ مهال کې وي یانې ددې پور ګټې اوږد مهاله نه دي .
لکه په لنډ مهال کې د تادیاتو کسر پوره کول ، د کرنسۍ ارزښت لوړیدل یا لږ تر لږه په ځای پاتې کېدل او په لنډ مهاله توګه پانګونې ته زمینه برابرول ، هغه موارد دي چې موږ د پېسو له نړیوال صندوق څخه پور اخېستلو ته هڅوي.
کله چې په یوه هېواد کې ناورین رامنځته کیږي او بېړنیو مرستو ته اړتیا پېدا کیږي ، دولتونه د خپلو دغو اړتیاو د پوره کولو لپاره په لنډ مهاله لارو چارو فکر کوي چې د پېسو له نړیوال صندوق څخه د پور اخېستلو لومړی فکر کوي مخکې مو هم وویلې چې د پیسو نړېوال صندوق ټولې مرستې او قرضونه د ځانګړو شرایطو لرونکي دي چې ډېر کله د مدیریتي وړتیا او ظرفیت نه لرلو له امله دا پروسیجر پېچلی کیږي او د پور بیا اداینه په یوه سرخوږي باندې بدلیږي چې په اوس وخت کې یې پاکستان ښه بېلګه دی .
د پیسو نړیوال صندوق د قرضونو په اړه ځکه هم ډیر احتیاط کیږي چې ددې موضوعاتو تر شاه سیاسي وجوهات ډیر موجود وي او د نړۍ اته شتمن یا صنعتي هېوادونه ( امریکا ، جرمني ، انګلستان ، روسیه ، جاپان ، فرانسه ، کاناډا او ایټالیا ) د ګټو لپاره ټوله لوبه ترسره کیږي لکه مخکې مو چې وویلې ، د پیسو په نړیوال صندوق باندې د امریکا اغېز زیات دی نو ځکه یې د خپلو ګټو له مخې د بندیزونو او مرستو لید لوری ټاکي او مخته ځي چې د امریکا په قدم نور هېوادونه او نړیواله مرستندویه ادارې هم قدم ږدي او مرستې بندوي .
که له یوه خوا د نوي سیاسي تحولاتو په راتلو سره د هېواد سیاسي ملاتړ خورا په کمزوري حالت کې قرار لري له بلې خوا د اقتصادي ودې او پراختیا لپاره د نړېوالو سازمانونو او مرستندویه ادارو د مرستو بندیدل بل سر خوږی را پیدا کړیدی چې د هېواد خراب اقتصادي حالت نور هم خرابولی او د لوړ کړکیچ خواته یې وړلی شي ، چې بیابه یې کنترول او رغونه خورا ستونزمن کار وي او تر سره شوې مرستې به د نړېوالو د بې غورۍ او زموږ د جهالت له امله په سیند باندې لاهو شوي وي .
د پیسو نړیوال صندوق د روان کال د اګست د میاشتې په ( 18 ) مه نېټه اعلان وکړ ، چې دا سازمان به د نړېوالې ټولنې نظر او تګلارې ته ګوري چې څنګه له افغانستان سره تعامل کوي ؟ تر هغې چې ددوی څرګنده پالیسي وړاندې کیږي افغانستان به د پیسو نړیوال صندوق د هر ډول مرستو او سرمایې ته لاس رسی ونه لري ، دا علان وروسته له هغې وشو چې امریکایي سناتورانو په یوه لیک کې له امریکایي ادارو غوښتي وه چې د طالبانو په راتګ سره د دوی لاس رسی مالي سرچینو ته محدود یا هم ختم کړي چې په ځواب کې یې ، امریکا د افغانستان د نهه ملیارده ډالرو سرمایې کنګل کېدو خبر ورکړ.
افغانستان له لومړي سره د پورته ذکر شوو مواردو د تقویې او ملاتړ لپاره له نړیوالې ټولنې څخه مرستې تر لاسه کړیدي اګر چې ددې مرستو د موثریت او مثمریت په تړاو ډیر انتقادونه موجود دي او همدارنګه چې دا ترسره شوې مرستې څومره مهمې وې دا بېله موضوع ده خو اوس وخت کې له نړیوالو مرستندویه ادارو څخه د مرستو را جلبولو په خاطر اړینه ده چې د ریښتوني اصلاحاتو لپاره کار وشي او ددې قناعت حاصل شي چې یادې مرستې د افغانانو د ژوند لپاره خورا مهمې دي او د مرستو نه ترسره کېدو سره ددوی ژوند په شدت باندې زیانمېدلی شي.
پدې برخه کې باید د اقتصادي او مسلکي متخصصینو څخه استفاده وشي او یادو هېوادونو او ادارو ته قناعت ورکړل شي .
پایله :
د پیسو نړیوال صندوق لکه د نورو نړیوالو مرستندویه او سیاسي سازمانونو په څېر په نړۍ زیات اغېز لري ، د افغانستان اقتصادي او سیاسي فکټورونه هم خورا په شدت اغېزمنولی شي له یوې خوا افغانستان د نړیوالو مرستو ته ډیره اړتیا لري او له بلې خوا د داسې نړیوالو سازمانونو ملاتړ د نورو اړونده مرستندویه ادارو په چارو باندې اغېز لري که په لنډ ډول ووایو پوهیږو، چې د مرسته کوونکو هېوادونو او ادارو سترګې دغه ډول نړیوالو سازمانونو ته وي که دوی یې تائید وکړ نو مرسته کوي کنه له همکارۍ او مرستې یې لاس اخلي .
له پورته معلوماتو پوهیږو ، چې د افغانستان سره ټولې مرستې او قرضې په دقیقو او سختو شرطونو پورې تړلي دي چې په افغانستان کې د نوي سیاسي تحولاتو په راتلو سره دا برخه نوره هم پیچلې شوېده نو اوس د طالبانو رهبري ته په کار ده چې ددې شرطونو د پوره کولو او د مرسته کوونکو هېوادونو د قناعت حاصلولو لپاره کار وکړي تر څو د افغانستان خراب اقتصادي وضعیت نور هم خراب نه شي او حالات له قابو ونه وځي .
په ( 2001 ) میلادي کال کې د امریکا له یرغل وروسته د افغانستان د بیا رغاونې په نوم په سلګونه مرستندویه ادارو په افغانستان کې کار پېل کړ چې د پیسو نړیوال صندوق په ګډون نورو نړیوالو سازمانونو هم خپلې مرستې وکړې چې له هماغه لومړي سره یې مرستې په یو لړ شرطونو پورې محدودې کړې وې خو هیڅکله یې پدې برخه کې د اصلاحاتو د راوستلو لپاره د افغان لورې ورکړل شوې وعدې او ژمنې پوره تر لاسه نه کړې او هماغه وه چې فساد دومره تر حد واوښت چې په نړۍ کې د افغانستان نوم د مفسدو هېوادونو په قطار کې راغی .
د محمد اشرف غني په دورې کې دا موضوع نه یوازې د پیسو نړیوال صندوق جدي راواخیسته بلکې ټولو نړېواله مرستندویه ادارو د کلکو شرایطو په وړاندې کولو سره د مرستې ژمنه وکړه چې د افغان لورې هم ورسره د فساد سره د مبارزې ، د غوره حکومتولۍ ، د اقتصادي پراختیا لپاره د اصلاحاتو رامنځته کول ، د زیر بنایي چارو د سمون لپاره د کوټلي اقداماتو د ترسره کېدو او د افغانستان د ملي بودیجې د تمویل لپاره له کورنیو سرچینو استفاده یې له مهمو ژمنو او اقداماتو څخه ګڼلی شو .
نو موږ اوس دې پایلې ته رسیږو چې د پیسو نړیوال صندوق پریکړې د مختلفو هېوادونو پر اقتصادي وضعیت او اقتصادي پراختیا باندې ډیر اغېز لري ، چې د افغانستان په اړه یې پریکړې نا دیده نه شو نیولی او اغېز به یې ډیر په دولتي اقتصاد سربیره په ولسي اقتصاد هم خورا زیات وي او خدای مه کړه چې اقتصادي ویجاړتیا رامنځته نه کړي .
خو ددې ټولو خبرو با وجود یو څرک او امید شته چې طالبان به خپلې اړېکې له نړیوالې ټولنې سره ورغوي او د هغوی د مرستو را جلبولو لپاره به د فساد سره په کلکه مبارزه وکړي.