حـقاني ط.البانو ته: عسکرو او چارواکو ته باید نامناسب الفاظ ونه‌کاروئ

حـقاني ط.البانو ته: عسکرو او چارواکو ته باید نامناسب الفاظ ونه‌کاروئ


  • 3 کاله دمخه (11/09/2021)
  • سمسور نیوز
  • 1371

د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین ح.قاني په خپلو تازه څرګندونو کې ط.الب جنګیالیو ته په خطاب کې ویلي، چې پخوانیو چارواکو او عسکرو ته باید نامناسب الفاظ ونه کارول شي.

نوموړي زیاته کړې، چې د اسلامي امارت له لوري عمومي عفوه اعلان شوې او دا ډول کړنې کرکه راپارولي شي.

حقاني دغه راز ټینګار کړی، چې که هر چا سره دغه ډول چلند ترسره شو؛ نو اړوندو ادارو ته دې شکایت وکړي.

باید یاده شي، چې لاهم ګڼ شمېر ط.الب جنګیالي د تېر حکومت کارکوونکي غلامان بولي.

اوس باور دا دی، چې د طالبانو له لوري دا ډول الفاظ به د دوی پر وړاندې د ملت کرکه راپورته کړي.