ط‌ال‌بان: جګړه پای ته رسېدلې؛ نور افغانستان ته کار کوو

ط‌ال‌بان: جګړه پای ته رسېدلې؛ نور افغانستان ته کار کوو


  • 3 کاله دمخه (12/09/2021)
  • سمسور نیوز
  • 1039

ط‌ال‌بان وایي، چې په افغانستان کې جګړه پای ته رسېدلې او تر دې وروسته به د دوی ټول تمرکز د افغانستان پر بیارغونه، پرمختګ، ثبات او خلکو ته د یو سوکاله ژوند برارول وي. 

د ا.ا.ا د قطر دفتر یو غړي او ویاند سهیل شاهین په خپلو وروستیو څرګندونې کې ډاډ څرګند کړی او ویلي یې دي، چې د دوی مشران تر اوږدې مبارزې وروسته د یو پر مختللي او پر ځان بسیا افغانستان هیله لري، چې ټول په‌کې خپل ځان وویني.

هغه دغه‌راز د یو شمېر مېرمنو له لوري وروستیو د حق غوښتنې لاریونونو ته په اشارې زیاته کړې، چې تاوتریخوالی د دوی سیاست نه دی او ښځې له خپلو ټولو اساسي حقونو برخمنې دي.

باید یاده شي، چې په وروستیو کې د افغانستان په بېلا بېلو ولایتونو کې د ګڼو مېرمنو له لوري د ط‌ال‌بانو پر ضد او ملاتړ لاریونونه ترسره کېږي، چې نړیوال یې هم د افغانستان په اړه پرېکړې ته حیران کړي دي.