ملګري ملتونه وایي، په پام کې لري، چې د دوشنبې په ورځ په ژنیو کې د افغانستان لپاره د مرستو راټولو غونډه جوړه کړي.
ملګرو ملتونو په افغانستان کې د طالبانو تر واک ته رسېدو وروسته د بشري ناورین د راتګ خبرداری ورکړی او پلان لري، چې پهدې غونډې کې څه باندې ۶ سوه میلیونه ډالر تر لاسه کړي.
په دې غونډه کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي انتونو ګوتریش په ګډون د دې ادارې نور جګپوړي چارواکي، د سره صلیب د نړیوالې ادارې مشر پیټر مارر او د جرمني د بهرنیو چارو د وزیر هایکو ماس په ګډون د لس ګونو حکومتونو استازي برخه واخلي.
د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، د طالبانو تر راتګ وړاندې په افغانستان کې شاوخوا ۱۸ میلونو کسانو مرستو ته اړتیا درلوده؛ خو اوس خبرداری دا دی، چې ښایي د وچکالۍ او خوراکي موادو او نغدو پیسو د کمښت له کبله دا شمېر تر دې هم لوړ شي.