د جینوا کنفرانس؛ له افغانستان سره د بشرپاله مرستو ژمنه وشوه

د جینوا کنفرانس؛ له افغانستان سره د بشرپاله مرستو ژمنه وشوه


  • 3 کاله دمخه (13/09/2021)
  • سمسور نیوز
  • 1254

ملګرو ملتونو نن په جینوا په کنفرانس کې د افغانستان لپاره د مرستو راټولو غونډه جوړه کړې وه. 

ملګرو ملتونو په افغانستان کې د طالبانو تر واک ته رسېدو وروسته د بشري ناورین د راتګ خبرداری ورکړی او نن یې په‌دې غونډې کې د څه باندې ۶ سوه میلیونه ډالر تر لاسه کولو په موخه لویه غونډه رابللې وه، چې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي انتونو ګوتریش په ګډون د دې ادارې نور جګپوړي چارواکو، د سره صلیب د نړیوالې ادارې مشر پیټر مارر او د جرمني د بهرنیو چارو د وزیر هایکو ماس په ګډون د لس ګونو حکومتونو استازي برخه اخیسته وه.

د جینوا په دې کنفرانس کې له افغانستان سره امريکا د ۶۴ ميليون ډالرو، ملګرو ملتونو ۲۰ ميليون ډالرو، جاپان ۲۰۰ ميليون ډالرو، فرانسې د ۱۰۰ ميليون یورو او جرمني بيا د ۵ ميليون يورو د بشري مرستې اعلان وکړ.

د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، د طالبانو تر راتګ وړاندې په افغانستان کې شاوخوا ۱۸ میلونو کسانو مرستو ته اړتیا درلوده؛ خو اوس خبرداری دا دی، چې ښایي د وچکالۍ او خوراکي موادو او نغدو پیسو د کمښت له کبله دا شمېر تر دې هم لوړ شي.