هر هېواد د خپل ملي هويت، داخلي ارزښتونو او فرهنګونو ته په کتو د ځان لپاره مناسبې پيسې چاپوي، او په همدې تجارتي راکړې، ورکړې او اقتصادي جريانات مخته بيايي.
کله چې د پيسو بحث کوو، نو حتما دا موضوع ذهن ته راځي، چې ايا پخوا هم همدا کاغذي پيسو شتون درلود؟
د دې په خاطر چې موضوع ښه روښانه شي، راځئ د پيسو تېر حالت ته کتنه وکړو.
انسان چې يو ټولنيز موجود دى، او نشي کولى چې په تنهايۍ خپل ژوند مخته يوسي نو مجبوره دى، چې له نورو انسانانو سره په مشترک ماحول کې ژوند وکړي، دا ځکه چې هيڅ انسان په انفرادي شکل خپلې غوښتنې نشي پوره کولى، بلکې دى به د نورو غوښتنې پوره کوي، او نور به د ده، د همدې اصل په بنياد کله چې انسانان د ژوند په اوږدو کې د ډېرښت په لور روان شول، نو غوښتنې يې هم زياتې شوې دوى د دې په خاطر چې له نورو يو څه واخلي، او نورو ته څه ورکړي نو جنس په جنس تبادله يې شروع کړه، مانا دا چې که چا به ورته يو من کچالو ورکول، نو په بدل کې به يې ورته يو من وړه، يا پياز او يا هم کوم بل څه تاديه کول، دغه لړۍ تر ډېره روانه وه، اقتصاد پوهان دا تبادله د پيسو لومړنى ازماېښت ګڼي.
ورپسې کله چې ژوند لږ نور هم پراخ شو، او خلکو له فلزاتو سره بلدتيا پېدا کړه نو، فلزي پيسې يې رامنځته کړې، دوى د خپلو سوداګريزو فعاليتونو د ترسراوي په موخه له دغه فلزي پيسو استفاده کوله، بلاخره د وخت په تېريدو سره چې کله ساينس انکشاف وکړ، خلکو کاغذي پيسې چاپ کړې او په همدې يې له سيمې او نړۍ سره تبادله شروع کړه.
د پيسو لپاره علماوو مختلف تعريفونه کړې، ځينې يې وايي، هر هغه شى چې د تبادلې وړتيا ولري پيسې دي، ځينې وايي پيسې هغه دي چې د ټولو خلکو له خوا منل شوې وي، او ځينې بيا وايي چې پيسې له هغه قانوني ځواک څخه عبارت دي، چې په با قاعده ډول په اقتصادي معاملاتو کې د تبادلې د وسيلې، د شمېر د واحد او اجناسو د ارزښت د ساتني په موخه کارېږي.
يوه نقطه بله هم چې دلته يې يادونه اړينه ګڼم، هغه دا ده چې پخوانيو يوناني او د نورو هېوادونو اقتصادي علماوو د پيسو په اړه، خورا مهم نظرونه، ګامونه او اقدامونه پورته کړل، ښه ده چې د ځينو يادونه دلته وکړم.
چون د دوى په زمانه کې فلزي پيسو چې له سرو او سپينو زرو جوړېدلې تباديلوي صلاحيت درلود نو ځکه دوى په خپلو عقايدو کې له همدغو فلزاتو يادونه کړې
1: ګزنفون: چې څلورسوه او څلور څلوېښت کاله مخکي تر مېلاد يې په يونان کې ژوند کوو وايي
د سپينو زرو ارزښت ثابت دى او هر څومره چې ډېرېږي هماغومره يې ارزښت زياتېږي او هم ورسره د خلکو ژوند کې اسانتياوې رامنځته کېږي. (تاريخ نظريات 52 ـــــ50)
2 : دوهم افلاطون: داى وايي؛ پيسې بايد د ټولو له خوا ومنل شي ( اقتصادي تاريخ نظريات 69 ـــــــ77)
دريم: ارسطو! چې په اقتصاد کې ستر نوم لري او د خپل وخت نامتو فيلسوف و، تجارت د پيسو پواسطه ښه او غوره ګڼي او همدارنګه يې د پيسو څلور مهمي وظيفې هم ذکر کړيدي.
اول: پيسې د جريان وسيله ده، چې په نننۍ اصطلاح سره د تبادلې وسيله چې راکړه، ورکړه اسانوي .
دوهم: د پيسو په ذريعه د ثروت ذخيره يا د ارزش ذخيره ښودلى شو، چې په را روان وخت کې به د يو شي ارزښت څومره وي؟
دريم: پيسې د ارزش معيار دى چې په واسطه يې د شيانو ارزش معلومېږي.
څلورم: پيسې د اينده پورونو معيار دى، دا ځکه چې د پورونو معاملات د دوى په مرسته په اسانۍ سره اجرا کېږي. ( اقتصادي تاريخ نظريات 93 ــــــــ79)
څلورم : توماس من! دى وايي؛ هغه پيسې چې په تجارت کې ذخيره شوې بايد ترې ګټه واخيستل شي ځکه د ده په نظر که له استعماله ولوېږي اقتصادي نوسانات رامنځته کوي د ده نظر قابل ستايش دى په دې مانا چې پيسې هغه وخت ثروت دى کله چې د تبادلې او استفادې وسيله وګرځي دى ټينګار کوي که په پيسو کې احتکار وشي نو د ټول هېواد لپار تاوان رامنځته کوي.
نورو ډېرو علماوو هم نظريات وړاندې کړې د دې په خاطر چې موضوع ډېره اوږده نشي، ډېر بحث پرې نه کوم.
نن چې نړۍ د ساينس او ټکنالوژۍ په هواګانو ټوپونه وهي نو ورسره د پيسو مختلف اقسام هم رامنځته شويدي د مثال په ډول کاغذي پيسې، جنسي پيسي، الکترونيکي پيسي او ....
کله چې په افغانستان کې د حامدکرزي په مشرۍ نوى حکومت رامنځته شو نو، ورسره نوي پيسې (افغانۍ )چاپ او د پولي سياست لپاره نوي کړنلاره هم رامنځته شوه.
پژواک خبري اژانس د هغه وخت د پولي سياست په اړه يو راپور را اخستى زه يې کټ، مټ يوه برخه همدلته رانقلوم.
پنځلس کاله د مخه مو دافغانستان پولي سیاست په نوي اقتصادي تګلارې چې ازاد بازار ګڼل کېږي او د افغانستان اساسي قانون منلی تغیر او د دې هېواد پیسه یا کرنسي مو بدل کړه. وروسته د دې لپاره چې پیسه مو با اعتماده او مستحکمه ساتلي اوسي، د نوي پولي سیاست د مبادلې نرخ نهایت (دافغانیو نرخ د ډلرو او نور اسعارو په مقابل کې) ارزښتمن وه، د دې لپاره یو اوږد بحث او تحقیق تر سره شو چې وروسته په پايله کې دا پرېکړه وشوه ترڅو د دې هېواد پیسه یعني د افغانۍ نرخ باید ازاد بازار ته پرېښودل شي څو دعرضې او تقاضا په اساس یې بازار نرخ وټاکي، البته مرکزي بانک باید وخت نا وخته په لاندې دلایلو مداخله وکړي، ترڅو افغانۍ په تدریجي شکل خپل اعتبار او ثبات وساتلی شي،خو دا مداخله باید په داسې شکل ونه شي چې اساسي هدف له یاده وباسي او د تبادلې نرخ غیرمستقیم هدف وټاکل شي، هغه ځکه چې د بانک هره رهبري کوښښ کوي چې د تبادلې نرخ مستحکم ووسي ولو که اړتیا يې مداخلې ته هم نه وي،دلیل يې دا دی چې دعامه خلکو قضاوت او حتى د دولت قضاوت هم د مرکزي بانک دکامیابېدو او لاسته راوړنې يې تر افغانۍ پورې منوطې کړې دي، خو خپله بانکداران او د پيسو نړیوال صندوق له دې خبرې سره تفاهم لري چې دپیسو ارزښت مهم دی، خو تردې حده چې اساسي اهداف تر اغېز لاندې نه کړي.
دا چې کله دا مداخله اړینه ده په هغو دلایلو بحث کوو، خو ترمخه يې په نړۍ کې په لنډه توګه د پیسو دتبادلې نرخ اقسام او مروج شکلونه څېړو:
دپیسو د نرخ د تبادلې اقسام او نظامونه
دپیسو دنرخ دتبادلې مختلف نظامونه په مختلفو هېوادونو کې عملي کیږي،هر هېواد دخپل مملکت اقتصادي وضعیت ته په کتو سره دخپلو پیسو د ثبات او استحکام لپاره تګلاره ټاکلي او په هغه شکل يې پیسې تبادله کیږي. دتبادلې معتبر سیاستونه په لاندې ډول دي:
لومړى: ثابت نرخ یا Fix Exchange Rate
دويم: متغیر نرخ یا Floating Exchange Rate ( پژواک خبري اژانس)
پولي سياست څه شى دى؟
پولي سياست د اقتصاد د علم برخه ده چېرته چې د پيسو تجزيه، تحليل او عملي اقدامات تر مطالعې لاندې نيول کېږي.
په پولي سياست کې په عمومي ډول د پيسو درې حالتونه تر بحث لاندې نيول کېږي لومړى تبادله، دوهم ذخيره او ارزش او دريم د شمېر واحد.
د پولي سياست له پېژندنې وروسته اوس د افغانيو د کارولو په ګټو غږېږو.
د افغانۍ کارولو ګټې:
۱ د یورو مثال واخلئ: دا په ټوله اروپا کې د اروپایي هېوادونو د اقتصاد پیاوړي کولو او وده ورکولو په توګه کارول کېږي.
۲ د ډالرو مثال واخلئ : نړیواله سوداګرۍ په ډالرو کې، د ډالرو ارزښت لوړولو په توګه ده
۳. که تاسو یو واحده افغانۍ په افغانستان کې وکاروئ نو دا به د هېواد اقتصاد ته وده ورکړي او د افغانیو ارزښت به هم لوړ کړي.
۴ موږ د افغانیوو په بدل کې د خوراکي توکو او نورو توکو واردات او صادرات کوو, نو که بیا وروسته همدغه توکي په بهرنیو اسعارو د افغانستان دننه وپلورو, نو دا به زموږ اقتصاد او د افغانۍ ارزښت زیانمن کړي
۵ د مثال په توګه, په ختیځ او شمالي سیمو کې, که چیرې موږ د ۲۰ کالدارو په ارزښت د اوبو بوتل واخلو چې له لسو افغانیو سره مساوي دي. نو د ۲۰ کالدارو پرځای, که زه لس افغانۍ مصرف کړم نو لاندینئ ګټې به لاس ته راوړم
ا. دا به پلورونکو او پیرودونکو ته اجازه ورکړي چې په افغانۍ تجارت وکړي.
ب. د افغانیو ارزښت به د افغانۍ غوښتنې سره لوړیږي
ث. که د افغانۍ ارزښت لوړیږي, نو بیا همغه بوتل اوبه چې موږ په لس افغانیو اخلو، سبا به بیا موږ دا په پنځه افغانۍ اخیستلي شو.
راځم اوس دېته چې د افغانيو کارول موږ ته نور څه راکوي؟
کله چې پيسې په اقتصادي جرياناتو کې د سايکل په شکل په ځنځيري حرکت حلقوي حالت خپل کړي نو ورسره د اجناسو په توليد کې زياتوالى راځي، قيمتونه ښکته کېږي، کارخانې فعاليتونه شروع کوي، استخدام رامنځته کېږي، د فقر او بېوزلۍ کچه راښکته کېږي، په لنډه موده کې د خلکو تقاضاوو ته ځواب ويل کېږي، په بهرنۍ سوداګرۍ تکيه راښکته کېږي، د نورو هېوادونو له اقتصادي فشاره نجات پېدا کوو، تر ټولو مهم دا چې د بهرنيو اسعارو په وړاندې، زموږ د پيسو ثبات، قوت، حيثيت او رسالت اداء کېږي.
افغانۍ زموږ او ستاسې ملي هويت دى، هرڅومره چې دغه ستر هويت ته ژمن پاتې کېږو، هماغومره له اقتصادي، سياسي، ټولنيز او فرهنګي قوته برخمن کېږو، او هم په داخلي اقتصادي اموراتو کې د ازادۍ، خود مختارۍ او بادارۍ امتيازات ترلاسه کوو.
افغانۍ وکاروئ، ترڅو د ملي هويت ترڅنګ ملي قوت (اقتصاد) هم پياوړى کړئ.
افغانۍ وکاروئ ترڅو اقتصادي خپلواکي ترلاسه کړئ.
افغانۍ وکاروئ ترڅو ځان، ټولنه او وطن د پرديو له مداخلاتي لاسوهنو وژغورئ.
ماخذونه
د اقتصادي نظرياتو تاريخ (1389) ايوبي محمد نادر
پوهنيار صافى الهام الدين(1397) پولي اقتصاد ليکچر نوټ.
بيدار کريم په افغانستان کې د افغانۍ کارولو ګټې(1398)