په ۲۰۰۱ سپټمبر ۱۱مه، کله چې د القاعده شبکې چورلکو د امریکا نړیوال سوداگرۍ مرکز په الوتکو والوځوه، ورسره سم د امریکا متحده ایالاتو نظامي کمپاین War on Terror یا Global War on Terrorism (GWOT) پیل کړ. زه يې د سیاسي برخې سره کار نهلرم، نه پرې دومره پوهېږم، خو یو څه چې ښايي روښانفکره افغان ځوانان پرې باید پوه شي، هغه دا دي، چې په افغانستان کې د امریکا تېرې شل کالنې جگړې د دوی خپلو تکنالوژۍ کمپنیو چې Big Tech یا د تکنالوژۍ په برخه کې ۵ لویو کمپینو (گوگل، امازون، مایکروسافټ، فیسبوک او ټوېټر) نومېږي، زموږ او ستاسې له تصور لوړه گټه کړېده او د اسلامي نړۍ پر ضد يې تر خپله وسه کار کړیدی.
د ۲۰۲۱ سپټمبر په لومړیو کې، د TRT World د یو راپور پر بنسټ، دې سترو کمپنو په په تېره شل کالنه جگړه کې مېلیاردونه ډالر گټه کړېده. «د اقتصاد او نژاد اړوند مرکز» یا Action Center for Race and Economy (ACRE) چې یو نړیوال تحقیقي مرکز دی، پهخپل یو وروستي راپور کې لیکي، چې گوگل، امازون، مایکروسافټ، فیسبوک، او ټوېټر هغه نړیوالې ټکنالوژي کمپنۍ وې، چې تر هر چا ډېر په مسلمانو هېوادونو کې د امریکا جگړه کې ښکېل وو او دوی جکړه يې لا پسې غښتلې کوله. دغو کمپپنیو به د امریکا له نظامي، استخباراتي او ځینو ملکي ادارو سره مستقیماً یا غیرمستقیما قراردادونه لرل.
د راپور پر بنسټ، دغه پنځه کمپنیو په تېرو شلو کالونو کې یوازې د امریکا اړوند نظامي او ملکي ادارو سره د ۴۴.۷ مېلیاردو ډالرو په ارزښت قراردادونه لرل. البته د امریکا حکومت او دغه کمپنیو تر منځ جوړجاړي هم شتون درلود، چې پهدې راپور کې ورته د Revolving Door اصطلاح کارول شوېده، لهدې اصطلاح څخه په سیاسي ډگر دا هدف اخيستل کېږي، چې قانونجوړونکي او تطبیقوونکي له هغه چا سره جوړ وي چې دا قانون پرې تطبیقېږي.
په تېره شل کالنه جگړه کې مایکروسافټ ادارې د امریکا سره تر ټول ډېر قیمتي قراردادونه لرل. یوازې په ۲۰۲۰ز کې د امریکا متحده ایالاتو د کورني امنیت ادارې یا Department of Homeland Security (DHS) له لوري مایکروسافټ کمپنۍ ته یو قرارداد د ۲۳۰مېلیونو ډالرو په ارزښت ورکول شویوو. تر ۲۰۲۱ پورې د امریکا د کورني امنیت ادارې له لوري ۳.۴ مېلیارده ډالرو په ارزښت قراردادونه ورکول شويوو. په ۲۰۲۰ز کې د پنټاگون د ۱۰مېلیاردو یو قرارداد ځکه لغوه اعلان شو، چې یاد قرارداد باید د مایکروسافټ او امازون تر منځ تقسیم کړل شي.
د گوگل ادارې د امریکا د دفاع وزارت یا پنټاگون سره د ۱۶مېلیونه ډالرو او د امریکا د کورني امنیت اداری يا DHS سره د دوه مېلیونه ډالرو او د امریکا د عدليه ادارې سره د ۴مېلیونه ډالرو قرارداد درلود. همدارنگه د فیسبوک ادارې د امریکا له پنټاگون سره د ۱۶۷۰۰۰ ډالرو او د کورني امنیت ادارې سره يې د ۳۶۳۰۰۰ ډالرو قرارداد درلود. فیسبوک بیا د امریکا غږ ادارې سره هم پهدې تړاو قراردادونه لرل، چې ځينې خبرونه يې ورته تر بل هر چا ډېر ورسوي. فیسبوک سره د دې قراردادونه عنوان Extremism Watch وو. تاسې ته به د فیسبوک دا ډول اعلانات ډېر مخته درغلي وي، چې لیکلي به يې وو:
Are you concerned that someone you know is becoming an extremist?
بیا به يې د دې جملې لاندې نور جزیات ورکړيوو، اخر کې به يې دوه اپشنه ورکړيوو، چې Get Support او Close. دا ښايي موږ ته هغه مهال عادي څيز یا اعلان ښکارېده، خو دې خلکو زموږ پر سر هغه مېلیاردونه خیرات پیسې چې پر موږ حسابولې، بېرته خپله خوړلې.
د امریکا پهدې گرمه اقتصادي جگړه کې ټوېټر هم بېڅه پاتې نهوو، بلکې د ۲۵۵۰۰۰ ډالرو قرارداد یې د امریکا د کورني امنیت ادارې یا DHS سره درلود.
د یادونې وړ ده، چې د امریکا «د ترورېزم سره مبارزې» په تېرو شلو کالونو کې کابو د یو مېلیون انسانانو ژوند واخیست، لکونه يې بېکوره کړل، سلگونه زره مېرمنې کونډې او یتیمان کړل او کابو ۸ مېلیارده ډالر يې مصرف کړل، ځینې نړیوالو لیکوالانو دې پورته لگښتونو او مصرفونو ته په پام سره لیکلي وو، چې امریکا څه وکړل، خو د طالبانو جوړ نظام یې ړنگ کړ، طالبان يې لرې کړل، خو شل کالونه وروسته يې بېرته طالبان واک ته ورسول.